خوږې خبري
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                May 24, 2025 at 09:51 AM
                               
                            
                        
                            *🟣 د پېریانو قاضي.*
*💠 د سیر أعلام النبلاء لیکوال ـ امام شمس الدین الذهبی رحمه الله ـ لیکلي:*
*🔸أبو الیسر ابن عُلاثة رحمه الله لره به ـ قاضی الجن ـ د پېریانو قاضي ویل کېده؛ ځکه چي د انسانانو او پېریانو پر کوم څاه باندي دعوی وه،  نو بیا دغه ابو الیسر رحمه الله ددوی تر مینځ داسي فیصله وکړه چي ددغه څاه اوبه یه د ورځي له خوا د انسانانو او د شپې له خوا یه د پېریانو،  نو له دغي فیصلې نه وروسته چي به کوم څوک د شپې له خوا و څاه لره د اوبو راوړلو په نیت ورغلی وای نو په کاڼو او تیګو به ویشتل کېدی ـ مطلب دا چي پېریانو به په کاڼو او تیګو ویشتی ـ. ۳۰۹/۷*
*🔸 او همداسي:  علی بن ابراهیم بن بنت ابی سعد ویلي:  ابو الحسن علی بن الحسن الخِلعی به د پېریانو تر مینځ فیصلې کولې. بیا څه موده پېریان وځنډېدل او د کومې دعوی لپاره رانغله. وروسته له څه مودې بیا راغله او ویویل چي:  "ستا په کور کي تُرَنْج وو او په کوم کور کي چي تُرَنْج وسي موږ هغه کورته نه ورځو. ۷۵/۱۹*
*نوټ:  تُرَنْج،  په شکل کي د لیمو او په خوند کي د پرتقال غوندي یو قسم میوه ده چي په عربي ژبه کي ورته اترج/اترجه ویل کېږي.*
*🔷لیکدود:عربی.*
*📚منبع: الجواهر فیما إحتوته سیر أعلام النبلاء من الفوائد والنوادر/۱۸۳-۱۸۴ بزیادة*
*✍لیکوال: محمد بن ماجد العسكر ـ الرياض.*
*🔄ژباړن: ابن الطباخ*
*https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        1