خوږې خبري
خوږې خبري
May 25, 2025 at 01:21 PM
*▪️یوه ورځ حجاج بن یوسف الثقفي د بنی عجل د کوم سپین ږېري سره مخ شو! حجاج ورنه تپوس وکړ چي د حکومت واکداران مو څنګه دي؟ سپین ږیري ورته وویل:"د ځمکي پر مخ بد او شریر مسئولین دي! ظلم کوي او د خلکو اموال په زوره أخلي! او بیا حجاج ورنه تپوس وکړ چي حجاج څنګه دی؟ سپین ږیري ورته وویل:"دی؟ د عراق په تاریخ کي ددغه غوندي شریر شخص ندی حاکم شوی! دی او هغه چي دی یې درولی، دواړه دي خدای وشرموي!" حجاج ورته وویل ما پېژنې؟ سپین ږیري وویل: نه! حجاج ورته وویل: زه حجاج یم! سپین ږیري ورته وویل: له تا ځار شم. ته ما پېژنې؟ حجاج وویل: نه! سپین ږیري ورته وویل:" زه فلان د فلان زوی د بنی عجل لیونۍ یم!!! د ورځي دوه ځله مې پیریان نیسي! بیا حجاج وخندل او خپلو ملګرو ته یې وویل چي: ده ته یو څه ورکړئ او رخصت یې کړئ!* *📔منبع: المستطرف فی کل فن مستظرف/۹۲-۹۳تالیف شهاب الدین بن احمد الابشیهی.* *✍ابن الطباخ* *https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*
😂 1

Comments