
خوږې خبري
June 6, 2025 at 09:08 AM
*🟣نعیمان رضی الله عنه له ټولو نه زیاته ګپه (خوش طبعي) کول.*
*➖د امام نخعي رحمه الله نه تپوس وشو چي آیا: د سردار کونین صلی الله علیه و سلم یارانو او صحابه وو هم خندا کول؟ هغه ځواب ورکړ: "هو". خو ایمان یې هم په زړونو کي د غرونو په څېر وو.او د نعیمان په نوم صحابي تر ټولو زیات خندل او ګپه یې کول. ویل شوي دي چي هغه رضی الله عنه به و جنت لره په داسي حال کي دننه کېږي چي هغه خاندي.*
*🔸د نعیمان رضی الله عنه یوه مزاح (ګپه) داسي وه:*
*➖یوه ورځ د مخرمة بن نوفل الزهري په نوم شخص چي د سترګو ناروغي لري، ولاړ دی او نعیمان رضی الله عنه یې خوا کي تېرېږي. مخرمة ورږغ کړ چي: "زه څه نسم لیدلای، ته ما یو ځای ته بوزه چي قضاء حاجت (بولي) وکړم". نعیمان رضی الله عنه هم تر لاس ونیوی او و مسجد ته یه یووی. هلته مسجد کي خلک زیات ناست دي، نو مخرمة بن نوفل هم ځان د قضاء حاجت لپاره چمتو کړ. یو ځل خلکو ورږغ کړ چي: ای مخرمه!!! ته څه کوې؟ ته خو په مسجد کي یې.!!! نو مخرمه وویل: "زه چا دلته راویستلم"؟ خلکو ورته وویل: "ته خو نعیمان راویستلې". مخرمه وویل:" دا پر ما باندي نذر ده چي هر ځای مي نعیمان وموندي، زه به یې په خپل دغي لکړي وهم.! نو نعیمان رضی الله عنه د مخرمه په دغه خبره باندي خبر سو او ورته راغلی، تپوس یې ورڅخه وکړ چي: "ای ابو المنوره! زه خبر سوی یم چي ته د نعیمان پسې ګیرځې". مخرمه وویل: "هو". نعیمان رضی الله عنه ورته وویل: "هغه خو هغه دی هلته ولاړ دی لمونځ کوي، رازه چي هغه ته دي ورولم". او مخرمه یې یووی د وخت و أمیر المؤمنین عثمان بن عفان رضی الله عنه ته یې ودروی او ورته یې وویل چي: "دغه نعیمان دی". کله چي مخرمه خپل لکړه ورته جوړه کړه چي عثمان بن عفان رضی الله عنه ووهي نو خلکو ورږغ کړ چي اې مخرمه! ته څه کوې؟ دا أمیر المؤمنین دی چي تا لکړه ورباندي پورته کړې. مخرمه وپوښتل: "زه چا دلته راویستلم"؟ خلکو ورته وویل چي: "ته خو نعیمان راویستلې". نو مخرمه وویل چي:" په الله قسم چي زه به نور د نعیمان سره غرض نلرم او په هکله به یې څه نه وایم".*
*🔹لیکدود: عربي*
*📚منبع: المستطرف فی کل فن مستظرف. /۶۸۲*
*✍لیکوال: شهاب الدین محمد بن أحمد الأبشیهي.* *تــ: محمد خـــــــير طعمه الحلبي.*
*🔄ژباړن او لیکوال: ابن الطباخ*
*https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*
❤️
🤭
3