خوږې خبري
June 9, 2025 at 12:30 PM
*په جالبه انداز باندي د قرآن کریم لاسي لیکل شوې نسخه!*
دا نسخه *"المصحف الألفي الهندي"* نومول شوې ده. د اوه کلونو په اوږدو کي لیکل شوې نسخه ده چې د *"شرکة مطابع القرآن الکریم"* لخوا په کال *(۱۹۸۵)* کي د هند د مومبایی/بمبئي په ښار کي د پینځلسم هجري سپوږمیز کال د نوي کېدلو په پار و چاپ ته وسپارل شوه.
د قرآن کریم دغه نسخه پر *۱۸۵* پاڼو مشتمله ده چې د هري پاڼي هره لیکه په *"الف"* باندي پیلېږي! او ددغي وجهي څخه ورته *"المصحف الألفي"* ویل کېږي.!!!
یاده قرآنی نسخه په نه *(۹)* رنګونو باندي رنګینه شوې ده او له عجایبو نه یې یو دا هم دی چي د *۱۱۴* سورتونو په پیل کي یې *"بسم الله الرحمن الرحیم"* په *۱۱۴* ډوله لیکل شوې ده او هر ډول یې د بل څخه بېل دی.
*"ابن الطباخ"*
*https://whatsapp.com/channel/0029Vb20VXxFcowDXJvHgJ1e*
❤️
2