
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
June 14, 2025 at 12:13 PM
د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور دويم دور ازموینو لپاره د چمتووالي ناسته ترسره شوه.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست الحاج شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني په مشرۍ د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور دویم دور ازموینې د اغېزناک، شفاف او منظم ترسره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د ادارې رهبري او مسؤولینو ګډون کړی وو او د دویم دور ازموینې لپاره په ولایتونو کې پر چمتووالي، د ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت، د ازموینې له صحنو د څارنې او د عامه پوهاوي برخو اړوند خبرې ترسره او لازم تصمیمونه ونیول شول.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست پر شفافیت، نظم، همغږۍ او د دقیقو تدابیرو پر نیولو ټینګار وکړ او اړوندو مسؤولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اختصاصي(۱۴ پاسانو) دویم دور ازموینې به د هېواد په (ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، خوست، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز) ولایتونو کې د غبرګولي/جوزا میاشتې په (۲۸-۲۹-۳۰) نېټو ترسره شي.

❤️
👍
😢
😂
😮
110