
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
June 16, 2025 at 04:42 AM
نن دوشنبه د غبرګولي ۲۶مه په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه پیل شوې.
د کانکور ازموینې په دویم دور کې پر ننګرهار او کنړ سربېره خوست، لغمان، کندهار، هلمند، ارزګان، پکتیا، نیمروز، زابل، فراه او نورستان ولایتونه شامل دي.
په خوست، لغمان، کندهار، هلمند، ارزګان او پکتیا ولایتونو کې به سبا سه شنبه(غبرګولي۲۷مه) د ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبتولو پروسه پیل شي او دوه ورځې به دوام وکړي، په همدې ترتیب نیمروز، زابل، فراه او نورستان ولایتونو کې به د پنج شنبې په ورځ(غبرګولي۲۹مه) بایومتریک معلومات ثبت او د جمعې په ورځ به په کې ازموینه واخیستل شي.
د ازموینو ملي ادارې مسؤولین او تخنیکي کارکوونکي ټولو ولایتونو ته په سفر تللي او په اړوندو ولایتونو کې یې د ولایتي ادارو او همدارنګه امارتي پوهنتونونو په همکارۍ د کانکور ازموینې ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیولی.
د یادونې وړ ده چې د ازموینو ملي ادارې له لورې ګډونوالو ته د ازموینې په تړاو د عامه پوهاوي ټولګي هم په نظر کې نیول شوي او د متخصصو استادانو له لورې ګډونوالو ته په منظم ډول ازموینې سره د بلدتیا په موخه معلومات ورکول کیږي.
د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه په پنځو دورونو کې تنظیم شوې چې لومړی دور یې مخکې په ۱۱ ولایتونو کې اخیستل شوی او په دویم دور کې ۱۲ ولایتونه شامل دي چې د راتلونکې جمعې تر ورځې به په کې ازموینه واخیستل شي.

👍
❤️
😂
😮
😢
36