
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
June 18, 2025 at 09:41 AM
نن په ننګرها او کنړ ولایتونو کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو بهیر پیل شو.
په ننګرهار ولایت کې د یادې ازموینې پرانیستې مراسم د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني او یاد ولایت بېلابېلو ادارو مسؤولینو په حضور کې ترسره شول.
ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني کانکور ازموینه د ځوانانو د تحصیلي ژوند لپاره مهمه مرحله یاده کړه او په یاده پروسه کې یې د ځوانانو له ګډون څخه خوښي وښوده.
ازموینو ملي ادارې مشر وویل د خوښۍ ځای دی چې سږ کال د تېر په نسبت په ننګرهار او نورو ولایتونو کې کانکور ازموینې ته زیاتو ځوانانو نوم لیکنه کړې چې دا د پوهنتونونو، استادانو او په ټوله کې د نظام او ولس لپاره د خوشحالۍ ځای دی.
شیخ حقاني وویل: ((د ولس بچي له موږ سره امانت دي او استادان باید دې خبرې ته کلک متوجې شي څو دغه ځوانان په اسلامي او افغاني فکر داسې وروزل شي، چې په راتلونکي کې د هېواد خودکفایې تضمین کړي.))
نوموړي همدارنګه ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې په کانکور ازموینه کې د تېر په پرتله ډېر سهولتونه رامنځته شوي، پروسې نورې هم شفافې شوي او هر ځوان ته به د هغه له استعداد سره سم خپل حق رسیږي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې په دویم دور کې د ننګرهار، کنړ، خوست، لغمان، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، فراه، پکتیا او نورستان ولایتونه شامل دي چې په پاتې لسو ولایتونو کې به سبا او بل سبا د کانکور ازموینې اخیستلو پروسه پیل شي.

❤️
👍
😢
😂
🙏
😮
144