ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 19, 2025 at 06:02 AM
                               
                            
                        
                            په نورستان ولایت کې د ١٤٠٤ کال کانکور ازموینه کې ګډون په موخه ځوانان د بایومتریک معلومات ثبتوي.
سبا جمعه د غبرګولي ٣٠مه به په یاد ولایت کې د کانکور ازموینه واخیستل شي.
د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو په هڅو سږ کال په مرکزي نورستان سربېره شرقي او غربي نورستان کې هم د کانکور ازموینو حوزې برابرې شوي چې له امله یې په یاد ولایت کې ځوانانو ته پوره اسانتیا رامنځته شوې. 
په تېرو کلونو کې به د شرقي او غربي نورستان ځوانان هم د ازموینې لپاره مرکز پارون ته راتلل چې د لارې اوږدوالی له امله به د ډېرو ستونزو سره مخ وو.
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            😢
                                        
                                    
                                    
                                        16