ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
June 19, 2025 at 07:44 AM
د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني کانکور ازموینې څخه د نظارت په موخه لغمان ولایت ته تللی او په لغمان پوهنتون کې یې د کانکور ازموینې د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ. د لغمان ولایت کانکور ازموینې پیل په مراسمو کې د لغمان ولایت مرستیال، پوهنتون مسؤولینو، استادانو او بېلابېلو ادارو استازو ګډون درلود. د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې ځوانان علمي پرمختګونو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد د آبادۍ او خودکفایې لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي او د ولس روښانه راتلونکی تضمین کړي. شیخ صاحب وویل: (( د افغانانو یو مهمه ځانګړنه داده چې تل اسلام ته وفادار پاتي شوي او هر وخت یې د اسلام لپاره قربانۍ ورکړي، افغانان په آزادۍ مئین قوم دی او د همدغې آزادۍ او اسلام ساتلو لپاره یې جهادونه کړي او په دې لاره کې یې درانه زیانونه ګاللي دي.)) نوموړي وویل: ((څلور لسیزې جنګونه تېر شوي، هره برخه کمزورې شوې او بیا تقویې ته ضرورت لري، ملکونه په علم سره آبادیږي او ځوانان یې آبادوي، نن د پرمختللو هېوادونو راز د علم په پیاوړتیا او ځوانانو ته د وسایلو په برابرولو پورې تړلی دی، اسلامي امارت د وطن آبادۍ ته ژمن دی او ځوانانو ته یې د تحصیل او زده کړو ښې زمینې برابرې کړي دي.)) هغه همدارنګه هیله وښوده چې ځوانان به د ولس آینده وي او د ولس په څنګ کې به دریږي او د وطن د آبادۍ باعث به ګرځي. ازموینو ملي ادارې مشر ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې زمینه برابره ده، ازموینو ملي ادارې زحمت ویستی چې ځوانانو ته سهولتونه برابر کړي او هڅه کوي ځوانان د مایوسۍ نه خلاص کړي او پوره شفافیت مخې ته راشي. نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل: ((ډاډ درکوو چې ستاسو زحمت به نه ضایع کیږي، هرچا چې درس ویلی هغه به خپل هدف ته رسي او په ازموینه کې به خپل حق ترلاسه کوي.)) د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې اخیستلو دویم دور د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې پیل شوې او سبا د جمعې په ورځ به پای ته ورسیږي، د کانکور ازموینې درېیم دور کې لس ولایتونه شامل دي چې په راتلونکې اونۍ کې به یې د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه پیل شي.
Image from ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅: د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني کانکور ازموینې څخه د...
❤️ 👍 😂 😢 🙏 84

Comments