ادارهٔ ملی امتحانات - ازما - د ازموینو ملي اداره✅
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 20, 2025 at 11:27 AM
                               
                            
                        
                            د ١٤٠٤ کال کانکور ازموینې دویم دور د هېواد په ١٢ ولایتونو کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو او ممتحن پلاوو په ذکر شویو ولایتونو کې د ازموینې پروسې د ښه مدیریت، نظم، روڼتیا او په ازموینه کې د ځوانانو د پراخه ګډون څخه ډاډ ورکړ او د کانکور روان بهیر یې خورا بریالی وباله.
د ازموینو ملي ادارې مشرتابه پلاوي هم د ازموینې څخه د نظارت په موخه ننګرهار، لغمان، کندهار او نورو بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړل او پروسه یې له نږدې نظارت کړه.
د ١٤٠٤ کال کانکور ازموینې په دویم دور کې ننګرهار، لغمان، نورستان، کنړ، ارزګان، هلمند، کندهار، زابل، فراه، نیمروز، پکتیا او خوست ولایتونه شامل وو.
د کانکور ازموینې درېیم دور کې بدخشان، تخار، کندز، بلخ سمنګان، جوزجان، سرپل، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونه شامل دي چې راتلونکې اونۍ به په کې د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه پیل شي.
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            😂
                                        
                                    
                                        
                                            😢
                                        
                                    
                                    
                                        16