د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
May 26, 2025 at 07:45 AM
د ناوړه دودونو پر وړاندې د پوهاوي غونډه ترسره شوه کابل پوهنتون کې د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه‌الله ورعاه له لوري د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه صادر شوي فرمان د ښه تطبیق او عامه پوهاوي په پار ځانګړې غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت استازو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او سلګونو محصلینو ګډون درلود. ویناوالو دا ډول غونډې د ټولنې اصلاح لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې چې پوهنتونونه یوازې د علم او پوهې ځایونه نه دي؛ بلکې د ټولنیز بدلون محرک مرکزونه هم دي. همدارنګه ټینګار وشو چې د عامه پوهاوي پروګرامونه دې پراخ کړل شي؛ څو د ټولنې د سالم بدلون لپاره فکري بنسټونه پیاوړي شي. نېټه: دوشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۵ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۱/۲۸ هـ ق ********* برګزاری نشست آګاهی‌ دهی در برابر رسوم ناپسند در پوهنتون کابل به‌منظور تطبیق بهتر و آګاهی‌ دهی عامه از فرمان صادر شده توسط امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه‌الله و رعاه پیرامون جلوګیری از رسوم ناپسند نشست ویژه‌ ای برګزار ګردید. در این نشست رهبری پوهنتون، نمایندګان وزارت تحصیلات عالی، رؤسای پوهنځی‌ها، استادان و صدها تن محصل اشتراک ورزیده بودند. سخنرانان این‌ګونه نشست‌ ها را برای اصلاح جامعه مهم خواندند و افزودند که پوهنتون‌ ها تنها مراکز علم و دانش نیستند بلکه مراکز محرک تغییرات اجتماعی نیز می‌باشند. همچنان تأکید شد که برنامه‌های آګاهی‌ دهی عامه باید ګسترش یابد تا بنیاد های فکری برای تحول سالم جامعه تقویت ګردد. تاریخ: دوشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۵ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۱/۲۸ هـ ق
Image from د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University: د ناوړه دودونو پر وړاندې د پوهاوي غونډه ترسره شوه   کابل پوهنتون کې د ...
❤️ 👍 😂 11

Comments