د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
May 28, 2025 at 01:00 PM
د ګډو علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو کابل پوهنتون او د افغانستان ملي راډيو ټلوېزیون ترمنځ د علمي او رسنیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې دواړه لوري په علمي او رسنیزه برخه کې همکاري کوي. د هوکړې له مخې به د افغانستان ملي راډيو ټلوېزیون د کابل پوهنتون اړوندو پوهنځيو محصلینو ته په عملي برخه کې د زده کړې او کار کولو زمینه برابروي، همدارنګه کابل پوهنتون به هم د خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې له ملي راډيو ټلوېزیون سره هر اړخیزه همکاري کوي. یاده دې وي چې کابل پوهنتون د محصلینو عملي زده کړو او ظرفیت لوړونې په موخه له ګڼ شمېر نورو بنسټونو سره هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. نېټه : چهار شنبه ۱۴۰۴/۰۳/۷ هـ ش ــــــــــــــ ۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ ق
Image from د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University: د ګډو علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو   کابل پوهنتون او د افغ...
❤️ 1

Comments