د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
May 28, 2025 at 01:05 PM
له نصاب او درسي بهیر څخه د نظارت کمېټې خپلې پایلې شریکې کړې د کابل پوهنتون رهبرۍ له لوري د نصاب او درسي بهیر ارزونې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، ترڅو د چارو د لا ښه سمون په موخه د ټولو پوهنځیو د کورس پالیسيو، درسي بهیر او نصاب تطبیق له نږدې وګوري، چې پایلې یې نن د پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې شوې. د پایلو له شریکولو او مثبتې ارزونې وروسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز د ټولو پوهنځیو مسؤولینو ته د درسي بهیر د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د کمېټې له ټاکل کېدو هدف د درسي بهیر لا پیاوړتیا، ستونزو حل، د نظریاتو شریکول او په مشترک ډول د حل لارو چارو موندل دي. تاریخ: چهارشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۷ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ ق
Image from د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University: له نصاب او درسي بهیر څخه د نظارت کمېټې خپلې پایلې شریکې کړې   د کابل پ...
❤️ 👍 😂 😮 🙏 8

Comments