د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
June 18, 2025 at 04:34 PM
د كابل پوهنتون د ۲۲ پوهنځیو له ممتازو او استازو محصلینو او د پوهنتون د رهبرۍ ګډه ناسته وشوه په دې ناسته کې د پوهنتون رئیس محترم دوکتور اسامه عزیز، د محصلانو چارو مرستیال او د محصلانو چارو د انسجام آمر او د بيلابيلو پوهنځيو پنځوس تنو ممتازو محصلينو ګډون درلود. په پيل کې محصلینو خپلې ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه له رهبرۍ سره شریک کړل او همداراز يې د پوهنتون د علمي او اداري خدماتو څخه مننه وکړه. ورپسې، د پوهنتون محترم رئیس مفصله وینا وکړه، نوموړي محصلین وهڅول چې د خپل تحصيل په برخه کې لا ډېر کوښښ وکړي او د اسلام او هيواد په وړاندې خپل مسؤوليتونه هير نه کړي. هغه زیاته کړه: "نن درته مناسب فرصت برابر دی، د پوهنتون مسئولین ستاسې خدمت ته ژمن دي، زموږ دروازې تل درته خلاصې دي، زحمت وباسئ، له وخت استفاده وکړئ." نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې د نظري زده‌کړو ترڅنګ به د پوهنتون دننه او بهر د عملي زده کړو برخې ته لا زياته توجو وشي، او په دې برخه کې يې له امارتي ادارو سره ترسره شويو هوکړه ليکونو يادونه وکړه چې عملا ترې د ساينسي علومو محصلين مستفيد دی. نوموړي همدا راز د محصلانو چارو د انسجام امریت د فعاليتونو او نوښتونو ستاینه وکړه چې د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې یې ترسره کوي.
Image from د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University: د كابل پوهنتون د ۲۲ پوهنځیو له ممتازو او استازو محصلینو او د پوهنتون د...
❤️ 👍 16

Comments