دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
May 29, 2025 at 06:39 PM
د ګېرو خاورو کې زر! دادمحمد ناوک ديسي د ګېرو ولسوالۍ اړوند کټواز سره څېرمه یوازې د خړو خاورو او غرونو مشخصه جغرافیه نه ده، بلکې دا ادرس د همدې معزز خل.ی.ف.ه صاحب رحمه الله په وجود الله عزوجل داسې محترم کړی، چې د هېواد په هر کونج کې د دیسي له نوم سره د سړي ذهن ته یو معزز سپين ږېری دیني عالم، صوفي او د عاجزۍ ټولګه ورځي. شیخ الحدیث الحاج خ.لی..فه عبدالرزاق رحمه الله یوازې د ظاهري علومو د تدریس مدرس نه و، بلکې د باطني تزکيې داسې استاد و، چې متعلقین يې د کشف او کراماتو داسې نمونې له ځان سره لري، چې یوازې د دې لارې لارویان يې عظمت او شرف درک کولی شي. دا په لاس کې رساله مو مولوي صاحب ضیاءالحق حسان برابره کړې، چې پکې د خل.ی.ف.ه صاحب مبارک لنډ ژوند لیک او په اړه يې د ځينو متعلقینو تاثرات او یادونې راغلې دي، د داسې لويې هستۍ په اړه دا رساله یوازې د دا ډول کارونو پیل ګڼلی شو، کافي په هیڅ صورت نه ده؛ ځکه خو هیله دا ده چې دا رساله د دې علت شي، چې یو بل څوک تر دې لا ژور او تحقیقي ګام واخلي او دا دود شي چې خپل اسلاف پخپله ژبه، خپل قلم او خپلو اصطلاحاتو خپلو راتلونکو نسلونو ته پرېږدو، چې هغوی اړ نه شي زموږ د نن زمانې د علماءکرامو، صوفیانو او سرلارو په اړه د مستشرقینو په تحریف شویو حوالو پسې وګرځي. د رسالې نوم، پکې د معرفي شوې لویې هستۍ په نسبت لا هم کوچنی دی، خو زموږ فکر دا دی چې حضرت خلیفه صاحب مبارک د فتنو په دې ګردجنه فضا کې هغه ستوری و، چې تر خپله وسه يې د لویو توپانونو باوجود خپله روښنايي له لاسه ورنه کړه او له دې روښنايي یې ګڼ نور هم برخمن کړل. الله عزوجل دي د مولوي صاحب محترم دا هڅه قبوله کړي او رب عزوجل دي موږ د خل.ی.فه صاحب مبارک له فیوضاتو او توجه نه بې برخې کوي، پاک پرودګار دي موږ مختوري نه پسې ور ولي. درنښت دادمحمد ناوک/طارق بدر ۱۴۰۳/۲/۲۱
❤️ 🌹 👍 😂 🤎 🥰 🫀 16

Comments