دادمحمد ناوک_لیکنې
دادمحمد ناوک_لیکنې
May 30, 2025 at 09:50 AM
‏په فلسطین کې د نسل وژنې او ستر بشري جنایت په غبرګون کې د ریاست الوزرا د مقام اعلامیه په ډیر تأسف سره چې د فلسطین په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا نسل وژنه جریان لري او هره ورځ هلته وضعیت د ټولو انساني اصولو خلاف د لا ډیر خرابیدو په طرف روان دی. د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کیږي، د مظلومو مسلمانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډيره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکي خبره داده چې د نړۍ هېوادونه، ذي دخله جهتونه، بشري نهادونه او نور مربوطه سازمانونه یا چوپه خوله دي او یا یې ډير کم څه کړي دي. موږ یوځل بیا په غزه باندې د اسرائیلو بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندو. په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د دغه ناورین د پای ته رسیدو لپاره هر څه عاجل مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه پایته ورسوي. په افغانستان کې په ټول ملت غږ کوم چې نن د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د مسجدونو په محوطو کې په یوه غږ د فلسطین د مسلمانانو سره د خواخوږئ، همدردۍ او د هغوی له داعیې څخه د ملاتړ په منظور د قرآن کریم ختمونه وکړي، فلسطیني مجاهدینو او ملت ته د نجات او نصرت دعاګانې وکړي او په عموم کې له هغوی سره خپله همدردي ښکاره کړي. له الله تعالی څخه غواړم چې د دغو بیچاره او مظلومو مسلمانانو نصرت وکړي، اسرائیلي اشغالګر او د هغوی بهرني ملاتړي هلاک، برباد او ذلیله وګرځوي. امین یارب العلمین د افغانستان رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند ۲/۱۲/۱۴۴۶هـ ق ۹/۳/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/5/30 م ‎#نحن_مع_غزة
😢 🤲 ❤️ 👍 🫀 7

Comments