
دادمحمد ناوک_لیکنې
June 5, 2025 at 04:35 AM
تنور_ ناول
لومړۍ برخه
دادمحمد ناوک
له راننوتلو سره سم يې ځان چپرکټ کې واچاوه، ویښتان يې ګډوډ، ګوشکې په غوږو کې، لکه زه چې په دې تنګه زړه خوړینې خونه کې هیڅ یم نه؛ ښکته پورته مې ورته وکتل، په زوره مې پرې غږ کړل:
ـ خدای دي خوار نه کړه، بېخې دې لرې ځای ښکارېږي، دا دي چیشی اغوستی!
لوڅ ورون يې وګراوه، ستړي يې راته وکتل، بېرته يې څنګل په تندي کېښود او بل لاس کې د تلیفون پر سکرین بوخت شو، د خونې تر کوچنۍ کړکۍ مې د باندې وکتل؛ دوو تنو پخپلو کې توپ سره واهه، یو لږ وړاندې له بوتل سره ځوړند سر پر چوکۍ ناست و، په ده مې بیا غږ کړل:
ـ څه ونه شو؟
ګوشکې يې له غوږو لرې کړه:
ـ نه مې پرېږدي، د کفر زامنو د باندې نه پرېښودم، دننه به چیشی وشي؟
ـ ولې ډیوز خو پرون داسې په شد مد لګیا و، چې خامخا به ستاسې د والو وروستی حال معلومېږي!
ـډیوز بچي ته موږ افغانستان کې مهم و، چې د ط'ل-ب بوشکې ته موږ ورمخکې کړي، دلته مو ولاکه خبرې ته غوږ نیسي!
ستړي اسویلي پسې يې زیاته کړه:
ـ تا خو د دین ټېکه اخیستې، ستا مسلماني څه وايي ولې دا کفر داسې په کش کې دی او مسلمانان داسې ذلیل، ته دا د دوی وطن ته وګوره، خو په داسې وطن کې بیا زموږ د کیمپ حال ګوره!
ورته ومې خندل:
ـ کله ذلیل يې، ټول خوست کې اوازه ده، وايي کمین ګل خارج کې په ډالرو ملنډې وهي، تنها په نازیه اقبال يې پنځه ویشت زره وشیندل!
د ملنډو خندا يې وکړه:
ـ نه ورځې په اصلي موضوع نه ورځې، ښه چې مسلمانان په حقه دي، دین يې بهتر دی، خدای پاک له دوی سره دی، بیا ولې دا درېیم کال دی چې له دې کیمپه لا د باندې نه شي وتلی، د کفر لاس ته يې سترګې نیولې وې!
ـ ته هره ورځ په دې خارښتي موضوعاتو کار لرې، خو دا د دغسې ستړیا د وخت خبرې نه دي، اوس خو ته ستړی يې تر فکر دې جذبات زورور دی، چټي به کفر ته سره ووځو!
ـ ملایانو کې دغه مشکل وي، چې موضوع يې له وسه نه کېږي ایسته دي کفر ته وباسي!
ـ نو زه خو ملا نه یم او نه له ملا سره تا داسې پاللې، چې علمي بحثونه ورسره وکړې!
ويې خندل:
ـ څنګه مې نه ده پاللې، تنها د اومنې مې اوه نفره په یوه شپه ټانګونو کې را واچول!
ـ خو د هغوی ازار دی، چې اوس دلته ولاکه هغه فست فوډ لا په وخت را رسېږي!
را نېغ شو:
ـ دا د ازار خبره دې ګوره بیا وکړه، ولې موږ انسانان نه یو، دا موږ ازار نه لرو، زموږ دوه کلیوال يې د پې ار ټې مزدوري ته ولاکه پرېښودل!
د هارن له تېز غږ سره دهلیز کې دربی شو؛ یو بوټ مې په پښو و ، بل مې د خونې تر وره راسره کش کړ:
ـ منډه اخله، چې کتار بیا اوږدېږي، ولاکه تر ماسپښینه نوبت راشي، له لوږې لکه د پل سوخته پوډریان داسې ډنګر شوو!
***
د الوتکې ځغاستې ته څو دقیقې پاتې وې، چې له څنګ سره مې پیاده رو کې یو ځوان په جګو پښو کېنوست او زما په چوکۍ پسې يې لاسونه کلک ونیول؛ د هوايي ډګر د چارواکو، د امریکايي عسکرو او د زرګونو عامو وګړو ځوږ داسې حال جوړ کړی و، لکه ط'لب-ان چې همدلته هوايي ډګر کې راپسې وي؛ ده ته مې وکتل وارخطا ښکارېده؛ زړه نازړه يې راته وویل:
ـ تلیفون داری؟
چوپ مې ورته وکتل، بیا يې وویل:
ـ پښتو وايي که فارسي، تلیفون لرې؟
ـ دا وخت دا ځای د تلیفون دی د خان زو؟
سر يې وځړید:
ـ مازې حال ورکوم، زما تلیفون په دېوال را اوښتم بېرته هغې خواته رانه ولید، ایفون و، سخت ډېر اسناد مې پکې لاړل!
ـ خو بېرته به ور اوښتې!
ـ را تېر شوی وم، ته راکه مازې ورور ته حال ورکوم چې تیارې ته ورسېدم!
تلیفون مې ورته ونیو، الوتکې حرکت وکړ، لا يې ځغاست لیکه پای ته نه وه رسولې ده بېرته راته ونیو؛ ما د سفر دعا ویله، دی مې خولې ته ځير شو؛ د ملنډو مسکا يې وکړه، پسې وغنګيده:
ـ چې دومره مسلمان يې، نو ولې ځنې تښتې!
لکه چې نه مې وي اورېدلې، خو زړه کې مې نرۍ څړیکه تېره شوه، د بل څنګ د ملګري تر اوږې مې سر ور تېر کړ، لاندې کابل داسې راته ښکاره شو، لکه د تل لپاره چې ترې ځم، لکه د حال په ژبه چې نارې راپسې وهي، لکه هره رنګینه کوڅه، د مازیګریو ځوږ، د مستو شپو شور او د ملګرو بنډارونه چې راپسې ژاړي، زړه مې همدې دنګو ماڼیو، تنګو کوڅو، د شهرنو او قرغې په هوټلونو کې پاتې شو؛ د الوتکې په منځ کې له ډېر ځوږه د پیلوټ لارښوونې نه اورېدل کېدې، ځکه خو مې په زوره چیغه کړه او پر مخامخ چوکۍ مې تندی کېښود، له زړه مې وژړل، تر هغو چې سلګۍ مې خپې شوې، د څنګ ملګري مې هیڅ ځان پوی نه کړ، پخپله يې سترګې لمدې وې، خو پیاده رو کې ناست ځوان مې په زنګون لاس را کېښود:
ـ مه ژاړه، ځان تکړه کړه، بیا به را شو!
ورته ومې کتل؛ د ده هم سترګې لمدې وې، خو څېره کې يې یو ډول خوښي ښکارېده، لکه د ارمانونو کوم ټاپو ته چې روان وي، د الوتکې خدمت ګار د اوبو بوتلونه را وویشتل، توکل و، چې هر چا هر څومره ونیول، د ده غېږ کې دوه ولګېدل، یو يې ماته ونیو.
ـ واخله؛ وار مه خطا کوه، د کلي غم غم نه دی!
د اوبو غړپ مې د ژړا کیفیت له منځه یووړ:
ـ ته له کومه راغلې؟
ـ همدلته کابل کې وم، بخت یاري وکړه، کنه نږدې مې خوست ته مخه نیولې وه؟
ـ د خوست يې؟
ـ هو، ته هم زموږ د خوا ښکارېږې؟
موسکی شوم:
ـ نور موږ خپل هویت نه لرو، هر څه مو دلته هوايي ډګر کې پرېښودل!
لکه زما خبره چې ژوره ورته ښکاره شوې وې، د بوتل سر يې وپېچه؛ پلتۍ يې ووهلې!
#تنور #ناول #ناوک

❤️
❤
👍
😢
17