
دادمحمد ناوک_لیکنې
June 17, 2025 at 12:10 PM
تنور_ناول
دویمه برخه
دادمحمد ناوک
تېره برخه دلته لوستلی شئ!
https://www.facebook.com/share/p/1UWqXdBMX8/
کمین ګل مې د کابل له هوايي ډګره د کیمپ تر دې خیرنې خونې ملګری پاتې شو، پخپله خوښه نه، د قسمت خبره وه، ټولو انټریوګانو او د لارې اوږدو وقفو او کیمپو کې یا سره یو ځای یا همسایه پاتې شو، دی د کابل پوهنتون له روانشناسۍ فارغ شو، ایراني کتابونه يې ولوستل، د کابل ټول انګلیسي کورسونه يې لټ په لټ واړول، د لویو فیلسوفانو اثار يې ولوستل؛ انګلیسي يې په روانشناسي زوروره شوه او د خپل ماما له زوی سره یو ځای د بهرنیانو په مېلسمتیاو اوښتی، چې اخر يې د پکتیکا په پې ار ټې کې د ترجمانۍ دنده پیل کړه، ټول ژوند يې مسافریو کې تېر شوی، ځکه خو يې لهجه بدله شوې، په ناپامۍ یوه نیمه خبره پخپله لهجه ترې را ووځي.
نن ماسپښین چې ما وروستی سلام وګرځاوه، دی د غرمې له خوبه را ویښ شو، ګوشکې يې له غوږو لرې کړې ځان يې سره کش کړ، وغنګيد:
ـ زوی يې مړ نه کړې، د امریکا په کیمپو کې ا لمینځ نه پرېږدي!
د دوعا لاسونه مې پر مخ را تېر کړل، جای نماز مې د چپرکټ په څنډه غبرګ واچاوه:
ـ نو ته وايې چې وطن خو مو پرېښود، دین هم پرېږدو؟
ـ ما خو درته ویلي، چې دین ته ضرورت منې که وي، دغه دی تا لمونځ وکړ کېنستې په چپرکټ، ما لمونځ نه دی کړی، پروت یم، څه فرق مو دی؟
ـ نو دا خو د یو تعهد اظهار دی، که تا له چا سره د یو فعالیت قرارداد کړی وي او بیا د هغه قرارداد مطابق کارونه نه کوې، نو ته خو پرې ملامتېږې، بیا هیڅ حق نه لرې چې د پروژې له پای ته رسېدو وروسته خپله حق الزحمه وغواړې!
ـ د ادبیاتو والو دغلته بېړه غرقه ده، چې خبره سره ژدوي، سم واضح ووایه چې تا د لمانځه قرارداد له چا سره کړی؟
ورته ومې خندل:
ـ دا د ادبیاتو کار نه دی، ستاسې د فلسفې د بحث طریقه ده، زه له تا سره ستا په ژبه وړاندې ځم، تر لمانځه مخکې هغه اولې خبرې ته راشه، چې دین ته اړتیا څه ده، بیا به مشخصاً زما د لمانځه د کولو او ستا نه کولو فرق باندې وغږېږو!
ـ ښه وایه، دین ته څه اړتیا ده، دغه امریکا در واخله، چې له دینه يې ځان خلاص کړ، ایله په پښو ودرېده، دا ټوله اروپا دغسې!
ـ نه؛ بحث به علمي کوو، داسې لنډه پرېکړه به نه کوو، عمومي خبره به وکړو، چې ته وايې دین ته اړتیا نشته خو د دین پلویان وايي چې دین د ژوند د تنظیم قانون دی، ښه چې کومه ټولنه کې دین نه وي ژوند باید څنګه تنظیم شي؟
ـ لکه څنګه چې دلته دی، دا کیمپ کې کوم دین دی؟ هیڅ دین نشته، خو ژوند روان دی!
ـ ما درته وویل چې بحث به علمي کوو، لنډ سوچ مه کوه، عمومي فکر وکړه که بشر دین ته اړتیا ونه لري، نو د ژوند چارې به په چیشي مخې ته وړي؟
ـ په عقل، انسان عاقل موجود دی، پر دا ټولو کایناتو تسلط پیدا کولی شي!
ـ ته عقل لرې؟
ويې خندل:
ـ خوشکه مه کوه، بحث وکړه!
ـ نه پوښتنه کوم، ته عقل لرې؟
ـ هو، خود.
ـ زه عقل لرم؟
ـ هو، خود يې لرې!
ـ ښا ستا عقل د یوې موضوع په اړه یو نظر وړاندې کوي، زما بل، کوم به سم وي؟
ـ مثلاً کومه موضوع؟
ـ هره موضوع، مثلاً همدا د دین موضوع، ستا عقل وايي بشر دین ته اړتیا نه لري، زما عقل وايي لري يې؛ اوس کوم عقل سم دی او ولې؟
ـ هلته خو به نو دلایلو ته ګورې، چې کوم دلایل سم و، هغه به منې!
ـ د دلایلو د سموالي او ناسموالي معیار به څه شی وي، ستا په عقل به یو دلیل سم وي، زما په عقل بل، بیا؟
ـ زه او ته مطرح نه یو، اکثریت ته به ګورې، ډېر خلک څه کوي، کوم دلیل سم پکې بلل کېږي کوم ناسم، بس هغه ترازو ده پرې تله يې!
ـ نو دا خو داسې ګډوډه ترازو راته ښکارېږي، خو ځه موقتاً به يې له تا سره ومنم؛ دا امریکا در واخله، اکثریت يې پر دې باور و، چې تور پوستي اصلاً انسانان نه دي، تا خو يې تاریخ لوستی، خو اوس تور پوستي انسانان ګڼل کېږي او حتی تر ولسمشرۍ ورسېدل، اوس د دې اکثریت د عقل مخکینۍ پرېکړه سمه وه، که وروستنۍ؟
ـ د اولې پرېکړې په وخت اوله سمه وه، اوس دغه سمه ده، ځکه اکثریت مهم دی!
ـ نو که سبا بیا بله پرېکړه وکړي، نه تور پوستی، نه سپین پوستی، بېخي سور پوستی له انسانیته وباسي، بیا؟
ـ بیا به هم سم وي!
ـ نو معنی اکثریت مهم دی، اقلیت که څه هم منصفانه چلېږي، خو چې لږ دي، دوی باید د اکثریت د عقل پرېکړو ته غوږ ونیسي!
په بې پروايۍ وویل:
ـ سره مرداره دي کړه، خبره په لمانځه کې وه، تا تور پوستو او سپين پوستو ته راوسته!
ورته ومې وخندل:
ـ ته سوچ پرې وکړه، دا بحث سره تړلی غوندې و، خو خیر زه به کتاب ته کش شم، ته که د ټیکټاک له جنجالو خلاص شوې، د اسلام او عقل په اړه د تقي عثماني صاحب زبردست بحث دی، اردو هم شته، پښتو يې احمدزي صاحب نن ټکی اسیا کې څو برخې ژباړلی ويې وایه!
په ملنډو يې وویل:
ـ زوی يې مړ نه کړې، چې څنګه دي له خارجي همکارانو سره ګوزاره کېده، ټول د ط'لبانو ملایان او ادرسونه سره اړوې را اړوې!
ـ دین خو د چا شخصي نه دی، خو وارث يې باید وي!
ـ پوهو، بزرګه، دا خبرې سړی کلي کې کوي، د چیشي وارث دی، له جنګ پرته يې بل کار شته!
ـ دا خو ما او تا دا نږدې تاریخ ته ګورو، له ملا سره مو جنجال و، ما او تا له امریکایانو سره کار کاوه، پیسې مو ګټلې، دوی نه ورته پرېښودلو؛ خو که لږ عمومي فکر وکړې بیا هغه ستاسې د روشنګرۍ والو خبره روشنفکره کېږې!
اسویلی يې وکړ:
ـ څه کابل و، څه مجلسونه و، خپه دي کړم! ایسته که، بیا به سم بحث کو، ظاهر هم راغواړم، چې یا دې له دینه پښېمانه کړم یا مې در واړوې!
ـ ظاهر څوک دی؟
ـ ثمر ګل ظاهر، همدا د غونډو ملګری مو و؛ نږدې اوسي خو چې د کیمپ حرامیان يې د ننه را پرېږدي!
ـ نو تا خو يې کله یادونه نه ده کړې!
ـ تازه راغلی، ولې خو هغه بله ورځ ویدیوکال کې دی و، چې تا ویل کفر سره وایاست!
ورته ومې خندل:
ـ له کفره دي خدای وساته، زه به کتاب ووایم، بیا به لږ ولیبال ته ور ووځو!
ـ چیشی وايې، چې ور اندېښنه دې ده!
ـ د الحاد وروستی پړاو، اسامه جوهري لیکلی!
ويې خندل:
ـ وایه، وایه پر خپل دین ډارېږې، ځکه دلایل ورته لټوې!
ـ یا؛ د باطل د بطلان لپاره دلایل لټوم!
#تنور #ناول #ناوک
❤️
👍
🫀
🌹
🥀
16