
دادمحمد ناوک_لیکنې
June 20, 2025 at 06:37 AM
تنور_ناول
درېیمه برخه
دادمحمد ناوک
تېره برخه دلته
https://www.facebook.com/share/p/16hqjXxymb/
ثمرګل ظاهر، چې تر نوم په تخلص ډېر مشهور دی، د کندهار له پښتو ادبیاتو فارغ شوی، دی زموږ غوندې د الوتکې په وزرو پسې منډو نه و ستړی شوی، ده چې له کومې رسنۍ سره کار کاوه، اصولي يې تر امریکا را رسولی او دلته هم کله د کتابونو په لیکلو بوخت وي، کله له کمین ګل سره د وطن یادونه را تازه کوي او کله به يې زما په نه شناخت کې له ده سره زما په اړه جالبې سره ویلې.
دی کیمپ ته نه شوی راتلی، خو ډیوز چې کېمپ کې دویم مشر بلل کېږي د کمین ګل ملګری دی، په څه واسطو يې اړیکه جوړه کړه، چې کله کله زموږ خونو ته سر را ښکاره کړي او د کېمپ د اصولو مطابق په کارت کې ورته په نښه شوي وخت له پوره کېدو سره سم، بېرته ووځي!
اوس سره زړور شوي یوو، کله د فروید پر نظریاتو بحث کوي، کله کانت رامخې ته کړې او کله بیا تر نېچه ورسېږي، خو کله هم پخپلو خبرو کې پر دیني منابعو یا اشخاصو حواله نه ورکوي، دی تکراري وايي چې د دوی د روشنګرۍ مشر پر دې باور دی، چې دین یوازې د سیاسي موخو لپاره د دین پالانو وسیله ده!
ګیلاس مې ورته کېښود:
ـ واخله، کمین ګل خو د مېلمه په کیسه کې نه وي، که د ام جوس دي نه خوښېږي، د مڼې هم تیار یخچال کې شته!
مسکی شو:
ـ نه مننه، دا سم دی، خو ته هسې په کمین ګل لګېږې!
کمین ګل مداخله وکړه:
ـ دی به اوس دې ګیلاس ته هم د دین له نظره ګوري!
دواړه وخندل، ورسره مسکی شوم:
ـ دا خو رښتیا ده، ګوره د عقل له نظره دا تاواني کار و، چې ته تیار غځېدلی يې خپل تلیفون کې لګیا يې، ظاهر د کتاب پاڼې اړولې او زه ځان په تکلیف کړم، ظاهر ته ګیلاس کېږدم!
کمین ګل وویل:
ـ نو ته وا دا د بې عقلۍ کار دی!
ـ نا؛ مقصد مې دا دی چې هغه کومه قوه ده، چې زه يې دې کار ته اړ کړم او باور يې را کړ چې دا دي اخلاقي مسؤلیت دی!
ـ خو بس ځواب دي کړ، ستا اخلاقو همدا درته وویل، چې دا کار وکړه!
ـ نو د عقل له نظره خو اخلاق او بد اخلاقي کومه معنی نه لري!
ـ څنګه يې نه لري، مثلاً یو څوک ښکنځل کوي، دا واضح خبره ده، چې بداخلاقي ده!
ـ خو د ښکنځلو کوونکي عقل ورته وايي، چې دا مناسب ځواب دی!
ـ نا، بد ته باید بد وویل شي!
ظاهر مداخله وکړه:
ـ نو ستا مطلب دا دی چې ښه او بد، اخلاق او بد اخلاقي داسې مفاهیم دي چې باید دین يې تشریح کړي؟
ـ دین يې یوازې تشریح کوي نه، بلکې معیار يې دین دی، له دین پرته اخلاق څه معنی؟
ـ ستا په نظر په بې دینه ټولنو کې نېک اخلاقي نشته!
ـشتون او نه شتون يې بېل بحث دی، خو کوم عمل ته نېک او کوم ته بد ویلی شو، دا نومونې يې دیني معیار ته اړتیا لري.
ـ دلته چې له دینه ازاده ټولنه ده، دروغ بد بلل کېږي، دا بدي دین را منځته کړې که ټولنیز تړون؟
ـ جزییات بحث ژوروي، خو پایله يې ورکېږي؛ ځکه خو عمومي خبره پکار ده، چې په بې دینه ټولنو کې ځينې هغه عملونه چې بد ګڼل کېږي، چا بد بللي او ولې او کوم چې يې ښه بللي، چا ښه بللي او ولې؟
کمین ګل:
ـ خلکو بد بللي، ځکه چې پایلې يې لیدلې او تجربې ورته ښوودلې چې دا عمل بده پایله لري، باید ونه شي، ښه هم همداسې تجربه شوي او بیا ښه بلل شوي!
ـ همدلته دیني او بې دینه ټولنې سره بېلېږي؛ په بې دينه یا له دينه جلا «سیکولر» ټولنو کې یو عمل هغه وخت بد بلل کېږي چې نتېجه يې بده راوځي، دا «بده نتېجه» یا تجربه وي، یا د شخصي یا عمومي ګټې تاوان؛ او همدارنګه ښه يې برعکس؛ خو دیني ټولنو کې له تجربې پرته، د شخصي یا عمومي ګټې او زیان په پام کې نیولو پرته، څه چې دین بد بللي بد، څه چې يې ښه بللي ښه!
ظاهر مسکی شو:
ـ ګوره دا خو امریکا ده، که په وطن کې مو دغسې غورې د بل چا تر مخ سره کړې وای، اوس به یا زندان کې و، یا به مړه و، دا هم د بې دینه ټولنو ګټه ده، چې پر دین بحث ته اجازه ورکوي!
ورته ومې خندل:
ـ دین او ایمان د انسان د باطني او ظاهري ژوند الهي نسخه ده، دې کې باید بحث نه وي، خو ستاسې مشکل دا دی چې هر څه په عقل تلئ، عقل پخپله ولاکه ځان تعریفولی شي!
ظاهر:
ـ بحث بیا بل لوري ته ځي، راشه اصلي موضوع ته، له تجربې پرته، د شخصي یا عمومي ګټې له تاواني کېدو یا ګټور کېدو پرته د یو عمل ښه یا بد بلل سمه لار ده، یا لکه ستاسې دین پالو په پټو سترګو د دین له لوري بد بد او ښه ښه را معرفي شوي منل پکار دي؟
ـ څوک چې پر ديني اصولو باور لري له هغوی سره دا پوښتنه لا نه پیدا کېږي، خو کوم معیار چې تاسې د نېک اخلاقۍ او بد اخلاقۍ لپاره ټاکئ یا پرې باور لرئ دا تاواني دی، زه يې مثال درته وایم؛ شراب هم دین وايي هم طب وايي چې تاواني شی دي، خو دا چې د لوېدیځ له اقتصادي بنسټونو ګڼل کېږي د خرڅلاو لپاره يې حتی اعلانونه کېږي، نو تجربې ورته ښوودلې چې د لوېدیځو دولتونو پکې اقتصادي ګټه ده، خیر که د ولسونو پکې بشري ناورین په برخه دی؛ یا مثلاً همجسنبازي، فطرتاً ناوړه کار دی، سالم انسان ترې کرکه کوي، خو دا چې لوېدیځ تمدن د خپلو بدو کړنو نه د ځوانانو مخ په بله واړوي، پر دې کار هیڅ د بدۍ ټاپه نه وهي؛ پکې بوخت يې ساتي، نو معلومه شوه چې انسانان له دین پرته د بد او ښه لپاره اصلي معیار نه شي را منځته کولی!
د کمین ګل حوصلې ځواب ورکړ، ظاهر يې مخاطب کړ:
ـ ده ته مې هغه بله ورځ ویل، چې نور يې څه کوې چې اوږدې پرېړې سره وايو، خو ته لمونځ کوې زه يې نه کوم، څه فرق مو دی، ایسته يې خبره نورو بابولالو ته بوتله!
ورته ومې خندل:
ـ یا، دغسې کله و، درته ومې ویل چې لمونځ د هغه چا فعالیت دی چې د لمانځه له امر کوونکي سره ایماني قرارداد ولري، بیا يې د روحي سکون او په ژوند کې د برکت ګټې حسولی شي!
په تمسخر يې وویل:
ـ تا لکه چې وطن کې خارجیانو ته هم مدرسه شروع کړې وه، ته يې مزدور وې که استاد؟
ټولو وخندل؛ خو کمین ګل پسې اوږده کړه:
ـ هغه بله راکلکه کړئ، ظاهر صاحب دی وايي چې که دین نه وي، انسان ژوند څنګه تنظیموي؟
دا لکه د ظاهر د خوښې موضوع چې وي، غاړه يې تازه کړه، غوښتل يې یوه زبردسته مقدمه هم ورته کېږدي، خو د دهلیز په سپیکر کې د تشنابونو د نوبت لپاره زموږ د خونې نمبر وویل شول، چې پنځلس دقیقې وخت لرو، یو بل ته مو سره وکتل، ورته ومې خندل:
ـ ورځه ظاهر صاحب، مېلمه يې اول ته ورشه، خو ګوره پنځه دقیقې وخت لرې!
منډه يې کړه:
ـ ژر راوځم، زه ستا غوندې اودسو ته نه پکې کشېږم!
#تنور #ناوک #ناول
👍
🌹
3