
Niamatullah Shakir
May 30, 2025 at 12:24 PM
يحيى بن معاذ رحمه الله عجب ښه فکټورونه بيان کړي دي:
څوک چي د مرګ زياته يادونه کوي، هغه تر اجل مخکي نه مري؛ خو الله تعالی درې نعمتونه ور نصيبوي:
۱) پر توبه تلوار او اصرار؛
۲) په لږ رزق قناعت کول؛
۳) د عبادت څخه خوند اخيستل.
که چا د دنيا او زياتي شتمنۍ حرص کاوه، تر هغه څه زيات نسي خوړلای چي الله تعالی ورته مقرر کړي دي او د دې څخه علاوه درې نور عيبونه نور هم ورته پیښيږي:
لومړی: د الله تعالی د نعمتونو له شکر کولو څخه به محروم وي؛
د شتمنۍ سره سره به د خلکو سره د همکارۍ توفيق نلري؛
درېيم: د داسي شيانو غوښتنه او د لاس ته راوړلو هڅه به کوي، چي الله تعالی به دده په نصيب کړي نه وي، حتی د دين چاري او کړني به ځني فوتيږي.
درر من اقوال ائمة السلف
ژباړه: شاکر
❤️
6