Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
May 31, 2025 at 08:40 AM
عبرت لرونکې ټوکه: د جحا یو زوی وو، چي هر وخت به پلار د يو کار ورته وويل، هغه به ويل خلک به څه وايي؟ جحا غوښتل چې هغه ته داسې درس ورکړي، چي عبرت ورڅخه واخلي او ورته وښيي چې د خلکو رضایت یو ناشونی هدف دی، نو يوې خواته دواړه روان سول. جحا په ​​آس سپور سو او زوی ته یې وويل چې ته پياده راسره ځه. څو قدمه چي تېر سول، يو څو ښځو پر دوی اعتراض وکړ، چي څونه بي رحمه پلار دی، خپله پر آس سپور دی او هغه هلک خوارکی ئې پياده له ځانه سره روان کړی دی. جحا له آس څخه کښته سو، زوی ئې پر آس سپور کړ او هغه پياده په پسي سو. څو قدمه چي ولاړل، دوه سپين ږيري په مخه ورغلل، هغو جحا ته وويل، چي ستا دغه سلوک او بي ځايه ناز د ماشومانو تربيه خرابوي او ستا په وړاندي د هغه حياء او احترام لږوي، چي هغه دي پر آس سپور کړی دی او ته پياده پسي روان يې. جحا خپل زوی ته وویل: ته خو د خلکو خبرې اورې، چي هر څوک د خپلي خبري لپاره دلائل لري او زموږ هر کار غندي؟ راځه چي دواړه پر آس سپاره سو. څو قدمه چي ولاړل، ګوري چي کوچيان په مخه ورغلل، هغوی پر جحا او د هغه پر زوی ملامتي وويل، چي دونه ظلم څوک د بي زبانه حيوان سره نکوي، د دغه حيوان په اړه له الله تعالی څخه وبيريږئ، ستاسو بدنونه تر آس درانه اوقوي دي، ولي دوه کسان په يو وخت کي پر آس سپاره ياست؟ جحا خپل زوی ته وکتل او ورته وئې ويل چي له آس څخه به راکښته سو او پياده به روان سو، تر څو د خلکو له خبرو څخه ځان خلاص کړو. څو ګامه چي ولاړل، ځوانان ئې وليدل، چي په دوی پوري خاندي او ورته وايي، چي تاسو ولي دونه بيعقلان ياست، چي آس مو دغسي روان کړی دی او تاسو پياده ورسره روان ياست! جحا زوی ته وويل، چي زويه! که ته هرډول ژوند کوې، خلک دي بيله خبرو نه پريږدي او په هيڅ حال کي هم د خلکو رضايت نسې ترلاسه کولای. نو د خلکو د رضايت ترلاسه کولو کوښښ مکوه، بلکي خپل ژوند کوه. (نوادر جحا). ژباړه: شاکر نوټ: جحا په ځيني هيوادونو کي په ملانصر الدين هم مشهور دی.
❤️ 👍 9

Comments