Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
June 5, 2025 at 06:04 AM
ولي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د خپلي ناروغۍ پروخت د امامة کبری (خلافت) لپاره څوک ونه ټاکئ او د امامة صغری ( د لمانځه د جماعت) لپاره ئې حضرت ابوبکر الصديق رضي الله عنه وتاکئ، پداسي حال کي چي د امامة کبری لپاره تعين مهم وو؛ ځکه د امت انتشار او انشعاب ممکن وو، بي اميره امت ته هر ضرر رسيدلای سولای؟؟؟ دا هغه سوال دی، چي له يوه اړخه د رسول الله د ستر عليمت تر څنګ د هغه حکيميت هم ثابتوي او له بله اړخه د امامة کبری اهميت ثابتوي، له بله اړخه د امام او اسلامي امير يا خليفه په تعين کي د امت رول او نقش ثابتوي. که رسول اکرم صلی الله عليه وسلم يو صحابي د خليفة په حيث تعين کړی وای، نو په لومړي سر کي خو امت د انتشار او انشعاب څخه ژغورل کيدی، د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د اتباع په اساس به د هغه د خليفه اطاعت کيدلای، خو دغه رول به تر قيامته پاته وای او هر اسلامي امير به تر ځان وروسته امير ټاکلای، د بيعت اصول او مصالح به معطل وای، امت او ملتونو به د خپلو اميرانو په ټاکنه او انتخاب کي هيڅ رول نلرلای، امير به خپل واک د پخواني اسلامي امير تحفه او هديه ګڼلای او فقط د هغه د متعلقينو سره به ئې د احسان تعامل کولای، د نور امت او ملت خوښي او درد به ورته مهم نه وای. د راتلونکي اميريت لپاره به هر چا د الله تعالی او امت د رضائيت پرځای د موجود امير رضاء تلاښولای، تر څو اوسنی امير ئې د مرض يا زخمي کېدو پر وخت راتلونکی امير وتاکي. امت او ملتونو ته د اسلامي امير نه توجه به امت او ملتونه بې اطاعتۍ ته اړايستلي وای او اسلامي امت به په هغه ابتداء کي لا په غم اخته سوی وای. د بيعت اصول، مصالح او د اسلامي امير اطاعت به معطل وای او د اسلامي امت برم به په هماغه لومړيو قرنونو کي لا ختم وای. او د وختونو په تيرېدو سره به ظالمو حاکمانو ته د خپلو همفکرو خلکو ټاکلو لپاره شرعي دليل موجود وای. خو د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د ستر علميت او حکيميت تقاضا داوه، چي هغه پدې اړه خاموش وو، تر څو د هغه تر وفات وروسته مسلمانان د شرعي معيارونو پر اساس خليفه وتاکي او هم به تر هغه وروسته د خپل امير ټاکل د مسلمانانو صلاحيت وي. د رسول الله تر وفات وروسته د خليفه په حيث د ابوبکر صديق رضي الله عنه ټاکل، له يوې خوا مسلمانان متوجه کړل، چي دغه عظيمه دنده چاته بايد وسپارل سي او بله دا چي د خليفه په تعين کي د دوی مستقيم لاس وو، نو د هغه ئې پوره اطاعت کاوه. د رسول الله له سيرت څخه د هغه د سياسي بصيرت يوه بيلګه...................
❤️ 👍 11

Comments