
Niamatullah Shakir
June 7, 2025 at 08:25 AM
ګرانو مسلمانانو او قدرمنو افغانانو!
لوی اختر دي مبارک سي، ذوالجلال دي د ټولو روژې، قربانۍ، د اختر لمونځونه او نور صدقات او عبادات قبول کړي.
رب العزت دي مسلمانان متحد کړي، تر څو خپل مسئوليتونه درک او رفع کړي.
نوټ: که مسلمانانو د نړۍ د پرمختګ د کاروان سرلاريتوب نورو ته نه وای پري ايښی، نن به غير مسلمانانو په شعوري ډول اسلام ته غاړي ايښوولای او اسلامي امت به د نړۍ حاکم ځواک وای؛ خو له بده مرغه په وروستيو پيړيو کي مسلمانو ملتونو او د هغوی واکمنو خپلو مسئوليتونو ته څټ وګرځاوه، په نتيجه کي نن مسلمانان د لوی اکثريت سره سره محکوم، محروم او مظلوم دي!
❤️
👍
✅
❤
22