
Niamatullah Shakir
June 9, 2025 at 03:52 AM
د اختر مبارکي ورځي دي، ممکن ځيني ځوانان د رخصتۍ څخه په استفاده ميله يا رحله وکړي، نو ښه داده، چي دغه لارښووني عملي کړي:
د رحلې اړوند لارښود لومړۍ برخه:
رحله يا ميله په اسلامي شريعت کي پدغو دوو شرطونو جائزه او مشروع ده، لومړی هدف به مشروع وي دوهم په رحله کي به شرعي حدود نه ماتيږي:
۱) ديني او اسلامي شعائرو او مقدساتو ته درناوی کول؛
۲) له بدعاتو او خرافاتو ډډه کول؛
۳) د ملګرو او نورو مسلمانانو له سپکاوي څخه ډډه کول؛
۴) له اسراف څخه ډډه کول؛
۵) له غيبت، درواغو، تهمت او نورو جرائمو څخه ډډه کول؛
۶) په جماعت سره د لمونځونو پابندي کول؛
۷) د قرآن کريم تلاوت او اذکار کول؛
۸) د موقع سره سم دعوت او تبليغ يا امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول او پر ټاکليو وختونو د سير او سياحت عبرتونه بيانول.....
د ميلې لپاره د اړوند لارښود دوهمه برخه:
په ميله کي د ملګرتيا شرائط:
۱) اقتصادي مطابقت: هغه کسان دي په رحله او ميله کي نه سره ملګري کيږي، چي اقتصادي وضعيت ئې ډير متفاوت وي.
۲) د سن تقارب: د رحلې او ميلې ملګري بايد همسنه يا داسي کسان وي، چي عمرونه ئې زيات متفاوت نه وي.
۳) د مزاج مطابقت ( سرزوره، بدمزاجه، مخدوم فکره کسان مه درسره ملګري کوئ).
۴) د هدف موافقت: په ميله يا رحله کي دي هغه کسان سره ملګري کيږي، چي هدف ئې يو وي، هسي نه چي د ځيني کسانو هدف سياحت وي او يو کس خپل پورونه کاږي يا هلته په کاروبار پسي ورک وي.
۵) د کورنيو له مشرانو څخه واضح اجازت اخيستل.
د ميلې يا رحلې اړوند لارښود درېيمه برخه:
د ميلې يا رحلې تر پيل مخکي امادګۍ ضروري ده، چي بيا وروسته ميله يا رحله بدخونده نسي؟.
۱)په مشوره سره د ميلې مشر يا د سفر آمير ټاکل:
داسي څوک بايد مشر سي، چي د رحلې يا ميلې تجربې ولري، پراخه سينه ولري، د مشورې ارزښت ته قائل وي، تدبير ولري او قاطع وي.
۲) ليکلی پلان او لارښود لرل:
د تګ، راتګ، ځايونو، خوراک، ملاقاتونو، زيارتونو او تاريخي ځايونو اړوند پلان چيري ځو، څونه وخت تيروو؟ د چا سره وينو؟.....)
۳) اصول او شرائط لرل:
کوم کارونه منع دي، کوم کارونه حتمي دي، کوم کارونه اختياري دي، د حوادثو پر وخت احتمالي يا ممکن غبرګونونه او اقدامات..........)
۴) مهالويش لرل:
د حرکت، توقف او استراحت وختونه او ځايونه ټاکل).
۵) تشکيل:
په رحله کي د کميټو يا اشخاصو تشکيل جوړول يا ټاکل ډير مهم دي، تر څو منظمه رحله ترسره سي، د مثال پر ډول:
د نظم کميټه، مالي کميټه، خدماتي کميټه، فرهنګي کميټه.....
د ميلې او رحلې اړوند لارښود څلورمه او وروستۍ برخه:
لومړی – له اسراف څخه ډډه کول:
د ژوند په هره برخه کي سپما کول د شريعت او عقل دواړو غوښتنه ده، بالخصوص په رحله او ميله کي سپما کول زياتي ګټي لري، د بيلګي په توګه هر وخت ميلې او رحلې ته تلل ورته اسان وي، بله ګټه ئې داده، چي بيوزله ملګری هم ورسره تللای سي، که زيات مصارف کوي، نو يوازي شتمن او اسراف کوونکي کسان ورسره تللای سي. بله ګټه ئې داده، چي زيات خوراک کول په رحله کي د ناروغۍ يا حد اقل د لټۍ او کسالت سبب کيږي، ځيني خلک په ميله او رحله کي درانه خوراکونه وکړي، بيا هلته پراته وي، ساتيری او مجلس ئې له لاسه نه کيږي.
دوهم - د انداز په طريقه ميله کول:
په ميله او رحله کي په عام ډول درې قسمه خلک ګډون کوي:
يو ډول هغه خلک دي، چي د خرابات شوقيان وي، د حساب او انداز سره زياته علاقه نلري، بل ډول هغه خلک دي، چي هغوی د خرابات د بدو پايلو څخه بيريږي، نو حساب او انداز ئې خوښ وي، درېيم ډول خلک تله والا وي، چي د بي حسابه او خراباتي ميلو څخه خوند اخلي، د انداز او حساب سره کرکه لري.
نو د مېلې او رحلې لپاره د انداز راغونډول اساسي شرط دی، هغه ميلې او رحلې چي د خرابات په روحيه کيږي، هغه ښه نتايج نلري، يوه بده نتيجه ئې داده، چي پر خراباتي کس باندي غميږي او بل وخت کوښښ کوي، چي د هغو خلکو سره ولاړ نه سي؛ ځکه دغسي بي حسابه او بي اندازه دوامداره مصارف پر غميږي. بله بده نتيجه ئې داده، چي هغه غيرتمن خلک، چي انداز او حساب ئې خوښ وي، هغوی د کمترۍ احساس کوي او نه غواړي چي په مړو سترګو ګډون وکړي.
درېيم – د وسایطو له ځغلولو او بې اصوله چلولو څخه ډډه کول:
د وسائطو ځغلول په هغو حالاتو کي هم جائز نه دي، چي يو څوک ضروري کارونه ولري؛ ځکه د وسائطو ځغلولو خطرونه احتمالي نه دي، بلکي ممکن دي او ممکن هلاکت ته ځان غورځول حرام دي، په ميله او رحله کي خو ضروري کارونو ته ځان رسول مقصود ندي، بلکي ساتيری مقصود دی، نو د وسائطو په ځغاسته کي د ګټو پر ځای تاوانونه سته:
۱)موټرونه او نور وسائط په ځغاسته کي اسانه خرابيږي او استهلاکيږي
۲) د ټکرونو او نورو حادثاتو واقع کېدل ممکن دي، چي ميله او رحله په غم اړوي
۳) د لاري له منظرو او هواء څخه سالمه استفاده نسي کولای، ځکه ټول د وسائطو ځغاستي ته متوجه وي.
نو ښه داده چي پر آرامه ولاړسي هم به ئې ځانونه او خپل وسائط له خطرونو ساتلي وي او هم به ئې د نورو ژوند ته د خطر پيښولو مخه نيولې وي.
څلورم - ضروري سامانونه او مواد د لست له رويه چمتو کول.
دعاوي راته وکړی؛ ځکه زه ستاسو په خوښيو خوښ او په غم غمجنيږم!
❤️
👍
🥰
6