
Niamatullah Shakir
June 13, 2025 at 05:29 PM
د مسلمان ځوان مسئوليتونه څه دي؟
۱) له دين او ديني ارزښتونو څخه پوره ځان خبرول؛
۲) اخلاص لرل؛
۳) د ژوند په ټولو برخو( عقايدو، عباداتو، معاملاتو، تعاملاتو، اخلاقو، اجتماعيت، سياست، اقتصاد، زراعت....) کي ديني لارښووني حاصلول، تطبيقول او عامول؛
۴) معاصر علوم او تکنالوژي زده کول او د ديني او دنيوي مصالحو د جلب او مفسدو د دفاعي لپاره استفاده ورڅخه کول؛
۵) د زمانې له فتنو څخه ځان خبرول او د ساتني ميکانيزمونه پيژندل او عامول؛
۶) د ځوانانو د همږغۍ او مسئوليت پيژندني لپاره مختلفي طرحي را منځ ته کول او عملي کول؛
۷) د خلکو د ويښولو او ويښ ساتلو طرحي ايجادول او تطبيقول؛
۸) په منظم ډول د ديني علماوو په مجالسو کي ګډون کول؛
۹) د اسلامي شريعت څخه په علی بصيرة سره صحيح او کلي فهم اخيستل؛
۱۰) د مفسد ماحول څخه د تاثر پر ځای د بدلون اقدام کول؛
۱۱) د ويښو يا ويښېدونکو ځوانانو سره قوي او مستمري اړيکي لرل او مذاکرې کول؛
۱۲) پر نبوي منهج ژوند کول؛
۱۳) د تهمت له ځايونو څخه ډډه کول؛
۱۴) عزم، حسنه اخلاق، زغم، استقامت او حکيمانه برخورد کول؛
۱۵) د امکاناتو څخه کامله او سالمه استفاده کول؛
۱۶) په قرآن کريم او احاديثو کي د ځيني حکاياتو څخه د ځوانانو مسئولیتونه او تغيير ته پام کول....
❤️
🍏
6