
Niamatullah Shakir
June 15, 2025 at 10:21 AM
مولانا بجلګهر صاحب د ملګرتيا او دوستۍ اړوند په يوه بيان او نصيحت کي وايي:
دوستي او ملګرتيا نسته، چي ته ئې ښه دوست بولې هغه دي په غم کي يوازي پريږدي. تر دغه خبري پوري يوه قصه کوي، چي دوه ملګري د سفر په دوران کي تر يوې درختي لاندي دمه سول. يو ملګری بيده سو هغه بل لا ويښ وو، چي زمری د دویخواته راروان وو. ويښ ملګري د ځان د خلاصون لپاره درختي ته وخوت، تر څو يوازي خپل ځان له زمري څخه خلاص کړي.
بيده ملګری هم د زمري د را نژدې کيدو پر وخت ويښ سو، هغه ځان پر مړي واچاوه او ساه يي بنده کړه.
د زمري دا خاصيت دی چي مړسوی انسان يا حيوان نه خوري، نو د پروت کس پر پوزه او غوږونو يي اوربوز وګرځاوه او ولاړ.
په درخته کي ناست نامرد ماما پراته ملګري ته را ږغ کړل، چي زمري څه درته وويل؟
هغه ورته وويل چي زمري راته ويل:
دوست مشمار آن که در نعمت زند
لاف ياري و برادر خواندګي
دوست آن باشد که گیرد دست دوست
در پریشان حالی و درماندگی
نوټ: دغه بيتونه په اصل کي د سعدي رحمه الله دي، چي خورا ستر پيغامونه لري او دغه قصه مي د مولانا بجلګر رحمه الله، له بيانونو څخه ليکلې ده.
❤️
👍
🌹
🍏
💐
14