
Niamatullah Shakir
June 17, 2025 at 02:42 AM
په پښتو ژبه
۱) د نکاح او واده احکام او فايدې؛
۲) د نکاح لپاره د انتخاب معيارونه او حکمتونه؛
۳) د خطبې يا مرکې ډولونه، احکام او طریقې؛
۴) تر واده مخکی د ناکح او منکوحې رابطه او نتايج؛
۵) د واده د ورځي او شپې اداب او مهمي لارښووني؛
۶) تر واده وروسته د ښه ژوند کولو اړوند لارښووني؛
۷) د خاوند او میرمني حقوق؛
۸) د څو ودونو ګټي او ممکن خطرونه؛
۹) د اولادونو حقوق؛
۱۰) د نکاح پر وخت د اولادونو سره د مشورو شرعي حکمونه او عقلي حکمتونه؛
۱۱) د کورنیو شخړو عوامل او حللاری؛
۱۲) د طلاق ضررونه او د مخنيوی اسباب؛
۱۳) د نکاح د له منځه تللو اسباب او
په لسګونو شرعي او عقلي لارښووني لرونکی داسي کتاب درته ښيم، چي مادي ګټه ئې ماته نه رسيږي؛ خو زه ایمان او باور لرم، چي معنوي يا اخروي ګټه ئې د ليکلو پر وخت لا زما په عملنامه کي درج سوې ده.
نوټ: د ليکلو پر وخت مي هم پر پښتون ټبر د پيرزويني موخه لرله، د چاپ پر وخت مي هم دا پيرزوينه وه اوس هم دغه پيرزوينه لرم، نور نو ستاسو خوښه ده، چي ترلاسه کوی ئې کنه؟

❤️
✔️
💐
16