
Niamatullah Shakir
June 19, 2025 at 10:45 AM
مهم درس!
یوه ورځ یو استاد د روان شناسي د مضمون په یوه لوی تالار کې د خپلو زدهکوونکو مخې ته ګرځېده او د فشار یا سټریس د کنټرول اصول یې ور ښوول.
ټولو زدهکوونکو تمه لرله چې استاد به د یوه نیم ډک ګیلاس د مثال له لارې خپله خبره پیل کړي، لکه دا چې «ایا دا ګیلاس نیم ډک دی که نیمه تش؟»
خو استاد، چې په خوله یې یو خوږه مسکا و، ناڅاپه وپوښتل: «دا د اوبو ګیلاس چې ما په لاس کې نیولی، تاسې فکر کوئ څومره وزن لري؟»
زدهکوونکو په لوړ غږ ځواب ورکړ: «شاوخوا ۲۲۵ تر ۹۰۰ ګرامه پورې» (یعنې ۸ تر ۲ پونډه).
استاد وویل: «رښتیا، دا چې ګیلاس دقیق څو ګرامه وزن لري، دومره مهم نه دی.
مهمه دا ده چې زه دا ګیلاس تر څومره وخته پوری لاس کې نیولی شم.
کهیې یوه دقیقه ونیسم، اسانه ده. کهیې یوه ساعت نیولی وساتم، ممکن لاس مې لږ درد وکړي. خو کهیې ټوله ورځ نیولی وساتم، نو لاس به مې سخت درد وکړي، حتما به ستړی شي او حتی فلج به شي، تر دې چې مجبور شم ګیلاس پرېږدم. په دې ټوله موده کې د ګیلاس وزن نه دی بدل شوی، خو هر څومره زیات وختیې چې ونیسم، هغومره راته دروند کېږي.»
زدهکوونکي د استاد خبره په سرونو خوځولو تائیدوله، استاد بیا وویل:
«سټریس یا ذهني فشار هم د همدې ګیلاس مثال لري.
که لږ فکر وکړئ، کومه ستونزه نه لري. که لږ زیات فکر وکړئ، لږ درباندې فشار راځي. خو که ټول وختیې په ذهن کې وساتئ، نو ذهني او فزیکي فلج ته رسیږئ، تر هغه چې پرېیې نه ږدئ، بله خبره نشئ کولی یا بل کار نشئ ترسره کولی.»
دا ډېر مهم دی چې زده کړو څنګه خپل ذهن له فشار، اندېښنو او ستړیا خالي کړو. فرق نه کوي چې د ورځې په جریان کې به څه پېښېږي، هڅه وکړئ چې د ماښام له خوا خپل ټول ذهني بارونه او سټریسونه له ځانه لری کړی.
اندېښنې له ځان سره تر شپې مه وړئ، او نهیې سبا ته انتقال کړئ. که د تیری ورځ فشار تر ننه هم احساس کوئ، دا روښانه نښه ده چې اوس د ګیلاس د ایښودلو وخت دی.
Copy from
ټکنالوجي زده کړه

❤️
❤
9