Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
June 19, 2025 at 03:23 PM
په پخوا زمانو کي د بر او کوز کليو په نومونو دوه کلي وه، چي په هرو درو کلونو کي به د دواړو کليو مشرانو په ګډه له همدغو دوو کليو څخه يو تن پاچا ټاکه، هغه به درې کاله پر دواړو کليو پاچهي کوله. د خدای حکمت وو، د بر کلي خلک باسواده او په اتفاق وه او کلی ئې له هره اړخه جوړ وو، د کوز کلي اکثره خلک بې سواده وه او پخپلو منځونو کي ئې تربګنۍ او ناندرۍ هم لرلې. کله چي به د بر کلي له اوسيدونکو څخه پاچا وټاکل سو، نو هغه به له څو وجهو د بر کلي د ترقۍ لپاره زيات کار کاوه: هغه ئې خپل کلی وو او له خلکو سره په ژبه پوهيدی، د بر کلي خلک باسواده او فهميده خلک وو او پدې پوهيدل چي څنګه د پاچا خدمتونه جلب کړي، په بر کلي کي خدمت کول اسان وو؛ ځکه خلک ئې په اتفاق وه او هرچا د حکومتي کارمندانو سره همکاري کوله، د بر کلي اوسيدونکو ته د خپلي پوهي په سبب بنيادي کارونه هم معلومېدل او په هغو ساحو کي ئې د حکومت څخه خدمتونه غوښتل…. کله چي به د کوز کلي له اوسيدونکو څخه څوک پاچا سو، نو لومړی خو هغه پدې نيت د کوز کلي خلکو ته خدمت نه کاوه، چي دا مي خپل کليوال دي خوانه بدوي د بر کلي خلک بايد خپل کړم. بله دا چي د کوز کلي اوسيدونکي بېسواده وه، بنيادي کارونه ورته نه معلوميده، چي د حکومت څخه ئې د جوړولو غوښتنه وکړي. ځيني خلکو له شرمه هم د پاچا څخه د خدماتو غوښتنه نکوله، چي په کور او کلي کي به پیغور راته جوړ سي… که به کله د حکومتي پلان مطابق انکشافی کار کېدی، نو د کوز کلي خلکو د بی اتفاقۍ له امله به ځيني خلکو مخالفت کاوه، ان تردې چي خنډونه ئې جوړول، کله کله به هغه کار نيمګړی پاته سو او کله کله به د سختو مخالفتونو لامله هغه پلان لغو سو….. په نتيجه کي بر کلی هره ورځ د مادي او معنوي ترقۍ څخه برخمن کيدی او کوز کلی شاته پاتيدی. نوټ: اوس تازه معلومات نلرم، چي د کوز کلي خلکو سد به سر ته راغلی وي، که به هغسي وي!
👍 😂 ❤️ 🫡 8

Comments