
Niamatullah Shakir
June 20, 2025 at 05:39 AM
هره کړنه غبرګون لري!
که مو له چا سره محبت درلود، نو هغه هم محبت درسره لري.
کله به ستا محبت غبرګون وي او کله به د نورو محبت غبرګون وي.
د دغه عامل معلومولو لپاره اسانه فارمول يا قاعده داده: ممکن په تاسو کي داسي صفات موجود وي، چي هغه صفت مو د خلکو د محبوبيت سبب سوی وي او د خلکو محبت بيا په تاسو کي غبرګون پارولی وي او تاسو هم د هغوی سره محبت لرئ.
دلته ستاسو سره د نورو محبت کړنه او ستاسو محبت د هغوی سره غبرګون دی.
يا هم په مقابل طرف کي داسي صفات موجود وي، چي تاسو ئې په سبب محبت ورسره لرئ او ستاسو محبت ددې سبب سوی وي، چي مقابل طرف هم محبت درسره ولري. دلته بيا ستاسو محبت کړنه ده او ستاسو سره د نورو محبت غبرګون دی.
نوټ: نفرت او کرکه هم دغسي وګڼئ.
بل نوټ: د خلکو د محبت درناوی وکړئ.
❤️
6