Niamatullah Shakir
Niamatullah Shakir
June 20, 2025 at 01:34 PM
په ځيني خدماتي بستونو کي د ټاکلو له لاري د ګمارني ځيني ګټي دادي: 1. هغه څوک به وټاکل سي، چي ښه شهرت ولري او په تيرو وختونو کي ئې ښه خدمتونه کړي وي؛ 2. نور خلک به د ټاکنو څخه مخکي کوښښ کوي، چي ښه شهرت او خدمات ولري، تر څو د عظیم خدمت موقع ورته حاصله سی. 3. هغه به د خلکو خدمت له څو وجهو څخه کوي: - د خپل موقف مسئوليت درک کول او د رفع کولو هڅه کول، - د ټاکنيزو انتخاباتو پر وخت د ژمنو مراعاتول، - د بل وخت لپاره د خپل باور ساتلو په موخه خدمت کول، - د اولس د هغه اعتماد په عوض کي خدمت کول، چي د ده په ګمارنه کي ئې کړی وي….مثلا د ښاروالۍ بست.
👍 2

Comments