RTA Paktika
RTA Paktika
June 12, 2025 at 04:53 PM
د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست نوي رئیس دنده پيل کړه. د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی ټاکل شوی رئیس مولوي محمد حنیف د پکتیکا ولایت مقام استازي مولوي اسامه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کار کوونکو چارو رئیس مولوي محمد موسی صدیقي او د یاد وزارت دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست په شتون کې معرفي او خپله دنده يې رسماً پيل کړه. له دې وړاندې مولوي محمد نبي وهاج د پکتیکا د شهیدانو او معلولېنو چارو رياست رئیس په توګه دنده ترسره کوله، چې تازه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د معلولينو تثبیت او ډېټابېس د آمر په توګه ټاکل شوی دی. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Paktika: د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست نوي رئیس دنده پيل کړه....
👍 ❤️ 4

Comments