
RTA Paktika
June 17, 2025 at 12:22 PM
د یوناما استازو پکتيکا کې د کډوالو چارو رئیس سره غونډه کړې
د پکتيکا ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، چې د یوناما د جنوب ختیځ زون استازو د ياد رياست له رئیس مولوي حمدالله فاتح سره د همغږۍ او مرستو د جلب په برخه کې غونډه کړې ده.
ياد رياست ويلي، چې د يوناما استازو د راتلونکو پروژو او پلانونو اړوند معلومات شریک او همدارنګه د کډوالو چارو رئیس مولوي حمدالله فاتح يادونه وکړه، چې راستنېدونکي، داخلي بېځایه شوي او اړمنې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زياته کړې، چې پکتیکا یو سرحدي ولایت دی، په ډېره اندازه کډوال له پاکستان څخه په جبر او زور د یاد ولایت له لارو راستنېږي، چې لومړنیو بشرې مرستو ته اړتیا لري خو د مؤسساتو لخوا ورسره هیڅ مرستې ندي شوي.
کډوالو چارو رياست وايي، د يوناما استازو ډاډ ورکړی، چې پکتيکا ته به خپله توجه زیاتوي او په راتلونکي کې به له راستنېدونکو، بېځایه شویو او ځایې اړمنو سره د سرپناه او بشرې مرستو په برخه کې مرسته ترسره کړي.
#مليتلویزیون
👍
1