RTA Paktika
RTA Paktika
June 18, 2025 at 10:49 AM
د کورنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تردې مهاله مهم فعالیتونه او لاسته‌راوړنې درلودلي. په کابل او ولایتونو کې د سیارو ګزمو جوړول، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له ټولو تعلیمي مرکزونو څـخه د ۱۸۰ زره او ۹۰ تنه پولیس سرتېرو فراغت او نږدې څلورو کلونو کې د نشه‌يي توکو د تولید، پلور او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د ۹۰ زره او ۶۹۳ عملیاتونو ترسره کول د کورنیو چارو وزارت د مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کيږي. د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه د ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایته رسېدو پورې ۳۷ زره او ۸۳۷ هکټاره ځمکه د نشه‌یي توکو له کښت څخه پاکه شوې، د نشه‌یي توکو د پروسس ۲ زره او ۳۳ کارخونې له‌منځه وړل شوي او ۸ زره ۴۵۰ ټنه نشه‌یي توکي کشف او نیول شوي دي. یاد وزارت زیاتوي، په دې موده کې ۲۶ زره او ۶۹۸ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق، پلور او لاس لرلو په تور نیول شوي او د ټول هېواد په کچه په نشه‌یي توکو روږدي ۴۰ زره او ۳۳۷ کسان راټول او درملنه یې شوې ده. دغه راز نږدې د څلورو کلونو په موده کې له هوایي ډګرونو او ځمکني بندرونو څخه د ۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌یی توکو، نږدې د۷ میلیونه ډالرو، ۲۲ کیلوګرامه سره زر ۷۳۸ کیلوګرامه قیمتي ډبرو او یو شمېر توکو د قاچاق مخنیوی شوی او د بېلابېلو جرمونو په تور ۲ زره او ۳۶۳ کسان نیول شوي دي. همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د نږدې څلورو کلونو موده کې د خدماتي برخو له لارې څه باندې ۴۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Paktika: د کورنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تردې مهاله م...
❤️ 1

Comments