
RTA Paktika
June 18, 2025 at 12:02 PM
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې د بدخشان د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ عبدالحفیظ او د کونړ د علماوو شورا له رییس شیخ عبدالقهار سره وکتل.
د پیل په ناسته کې د بدخشان د جهادي مدرسې مهتمم وویل، اسلامي امارت په هېواد کې علمي او ښوونیزو برخو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هیله یې وښوده، چې په ښوونځیو او مدرسو کې شته ستونزو ته هم حللارې ولټوي.
په بل کتنه کې د کنړ د علماوو شورا رییس وویل، دغه شورا خپلې چارې او فعالیتونه په اغېزمن ډول ترسره کوي او د ډیرو ستونزو د حل په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري کوي.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر په ټولنه کې د علماوو رول اغېرمن وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت هرې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د خلکو ستونزې بغیر له تبعیض حلوي.
د کډوالو وزیر دغه راز وویل، چې د دینې مدرسو زده کوونکو ته دې د اړتیا وړ مهارتونه هم تدریس شي، څو په ټولنه کې ښه اغېزه ولري.
#مليتلویزیون