RTA Paktika
RTA Paktika
June 18, 2025 at 12:47 PM
خامنه يي: د امريکا هر ډول پوځي مداخله به له نه جبرانېدونکو پايلو سره مل وي. د ايران مذهبي مشر سيد علي خامنه‌يي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه کې د امریکا هر ډول پوځي مداخله به له نه جبرانېدونکو پایلو سره مل وي. نوموړي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې د ایران د تسلیمېدو غوښتنه یې کړې وه ویلي، چې د ايران ملت نه تسليمېدونکی دی او د هېچا تېري ته به تسليم نه شي. خامنه‌يي دغه‌راز ويلي، چې د ايران ولس به د تحميل شوې جګړې او تحميل شوې سولې پر وړاندې په کلکه ودرېږي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Paktika: خامنه يي: د امريکا هر ډول پوځي مداخله به له نه جبرانېدونکو پايلو سره م...
❤️ 👍 7

Comments