
RTA Paktika
June 19, 2025 at 07:03 AM
شمالي کوریا پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي او دا یې په بشریت تېری او نه بښونکی جنایت بللی دی.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیانیه کې ویلي، چې د امریکا په ملاتړ اسرائیل سرطاني موجود دی، چې د منځني ختیځ سوله او ثبات ګواښي.
په بیانیه کې امریکا او اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د اسرائیلو او ایران په جګړه کې تر دې زیاته مداخله ونه کړي.
#مليتلویزیون

❤️
👍
🔥
6