RTA Paktika
June 19, 2025 at 12:21 PM
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو امریکا ته د ایران پر وړاندې د نظامې مداخلې له امله خبرداری ورکوي، ځکه دغه ګام به نه کنټرول کېدونکې پایلې ولري.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړې دغه څرګندونې د سنټپترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي: «موږ غواړو په ځانګړې توګه واشنګټن ته په دې وضعیت کې د نظامي مداخلې په هکله خبرداری ورکړو، ځکه دغه ګام به ډیرې خطرناکې او نه اټکل کېدونکې منفې پایلې ولري.»
#مليتلویزیون
👍
🔥
2