
RTA Paktika
June 20, 2025 at 01:08 PM
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.
ښاغلي اردوغان د المان د لومړي وزیر فریدریش مرتس سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې پر ایران د اسرائیلو تېریو سیمه کې ګواښونه وروستي حد ته رسولي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو بریدونو د کډوالۍ د زیاتوالي او په سیمه کې د اټومي وړانګو د خپرېدو لامل کېدای شي.
#مليتلویزیون

❤️
2