
ازادي راډیو Azadi Radio
June 20, 2025 at 07:03 AM
په ایران کې رشت ته نږدې صنعتي ښارګوټي کې سختې چاودنې
د ایران رسنیو د جمعې په سهار راپور ورکړ چې د رشت په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي. څو ساعته وروسته د ګیلان ولایت سیاسي مرستیال اعلان وکړ چې اسرائیل د سپیدرود صنعتي ښارګوټی په نښه کړی دی.
تر دې مخکې د اسرائیل پوځ ویلي وو چې غواړي د دې ښارګوټي په جنوب لوېدیځ کې برید وکړي او له خلکو یې غوښتي وو چې دا سیمه پرېږدي.
د وحیدآنلاین اکونټ یوه ویډیو خپره کړې چې په رشت ښار کې لویې چاودنې ښيي.
فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې سیمه کې د هوايي دفاع سیسټم فعال شوی و. له دې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې د ایران په ځینو نورو شمالي ښارونو کې د هوايي دفاع ډزې اورېدل شوې وې.
😢
👍
❤️
😮
😂
🙏
188