ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
June 20, 2025 at 07:04 AM
ایران په خپل تازه توغندیز برید کې د بیر سبع او د اسراییل په جنوب کې شاوخوا سیمې په نښه کړې. د اسراییلي رسنیو په وینا، یو توغندی په بیر سبع کې لګېدلی او زیانونه یې اړولي، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. خپاره شوي تصویرونه ښیي چې د ایران یو توغندی د اپارتمانونو بهر لګېدلی او څو موټرونه یې سوځولي دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه هم د یوه هستوګنیز کمپلېکس بهر ښیي.
❤️ 👍 😂 😮 🙏 😢 538

Comments