
ازادي راډیو Azadi Radio
June 21, 2025 at 10:53 AM
په ایران کې د ځینو افغانانو په شمول لسګونه کسان د اسراییلو د جاسوسۍ په تور نیول شوي
د ایران امنیتي ادارو لسګونه کسان له اسراییلو سره د اړیکو په تور نیولي دي. د ایران دولتي اژانسونو راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۳۰ تنه په همدان، ۲۲ تنه په قُم او ۲ تنه په تهران کې نیول شوي.
د ایران قضایه قوې اړوند میزان خبري اژانس په خپل ټیلیګرام کې د دوو کسانو د اعتراف ویډیو خپره کړې.
په دې ویډیو کې د ایران د پولیسو ویاند سردار منتظر المهدي ادعا کړې چې د تهران په لویدیځ کې دغو دوو «غیرمجاز بهرنیو اتباعو» د اسراییلو رابط ته د ایران د دولتي راډیو ټلویزیون او د یوه چارواکي ادرسونه د وټسپ له لارې شریک کړي وو.
هغه ادعا کړې چې دغو کسانو د هر یوه ادرس په بدل کې دوه زره ډالره ترلاسه کړي.
په دې ویډیو کې چې کره والی یې ازادي راډیو نه شي تاییدولی ظاهراً دوه افغان کډوال اعتراف کوي چې د صداوسیما او د یوه بل چارواکي ادرسونه یې په وټسپ کې یوه کس ته ورلیږلي وو.
د ایران امنیتي ادارې د جعلي او جبري اعترافونو په اخیستلو کې شهرت لري او اکثر داسې پېښ شوي چې له بنده ازاد شویو کسانو وروسته ویلي چې د دوی اعترافونه په زور اخیستل شوي وو او ناسم وو.
د طالبانو حکومت د افغان کډوالو په تېره د اسراییلو د جاسوسۍ په تور د ځینو افغانانو د نیولو په خبرونو تبصره نه ده کړې.
د راپور پاتې برخه د ازادي راډیو په پاڼه کې لوستلی شئ
https://smarturl.click/dwJEo

😢
👍
❤️
😮
😂
🙏
202