ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
June 14, 2025 at 05:37 AM
*د غزني ولایت د زنه خان ولسوالي د ســـرې قلعه په کلي کې دوه ښځې له دیارلس کلن کورني تاوتریخوالي څخه وژغورل شوې* د محتسبینو د معلوماتو له مخې د سرې قلعه د کلي یو تن اوسېدونکی، چې د خپلو دوو مېرمنو سره یې له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې فزیکي او رواني زور زیاتی کاوو، یادې ښځې له سختو شرایطو سره مخ وې، چې پکې فزیکي وهل، بد لفظي، ګواښونه، او رواني فشار شامل وو. د زنه خان ولسوالي د امربالمعروف آمریت محتسبینو یاد کس ته د ښځـــو شرعي حقوق بیان کړل او د ظلـــم د دنیوي او اخروي تاوانونو په هکله یې پوهاوی ورکړ. نوموړي کس خپله ملامتیا ومنله او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د خپلو ښځو حقونه رعایتوي او ظلـــم به نه ورسره کوي. په پای کې د څلورو تنو بانفوذه کسانو په ضمانت خوشی شو، او ټولو ضمانت کوونکو وعده وکړه چې د آینده لپاره به د یاد کس په ظلم سترګې نه پټوي او په ګډه به یې مخنیوی کوي. د یادونې وړ ده چې د زنه خان ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبین وخت ناوخت د خلکو شکایتونو ته رسېدنه کوي، چې ورسره په ټولنه کې په زیاته اندازه د کورني تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي. *د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رسنیز دفتر*
Image from ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی: *د غزني ولایت د زنه خان ولسوالي د ســـرې قلعه په کلي کې دوه ښځې له دیا...
❤️ 🌷 🫀 4

Comments