ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
June 16, 2025 at 06:40 AM
*د غزني ولایت د ګیرو ولسوالي ناني غونډ په کلي کې د دوو کورنیو تر منځ خپګان د محتسبینو په هڅو په خوشحالي بدل شو:* ياد خفګان د دوو دوستانو تر منځ پیدا شوی وو؛ چې په بدل یې دوستي سره کړې وه. د یاد خپګان له امله دواړو خواوو په ښځو باندې ظلم پیل کړی وو. د ظلم په نتېجه کې له څه مودې راهیسې واده شوې مېرمنې له خپلو خاوندانو څخه بیلې شوې او د خپلو پلرونو په کورو ناستې وې. محتسبینو په یاده موضوع کې پوره هڅې وکړې او دواړه خواوې یې سره جوړ کړل،ښځې خپلو خاوندانو ته وسپارل شوې او د خوښۍ ژوند یې پیل کړ.

Comments