
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
June 17, 2025 at 08:25 AM
*په غزني ولایت کې د تالارونو مسؤلینو سره اصلاحي مجلس ترسره شو.*
نن ورځ سه شنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې په ۲۰مه نېټه، د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د مرکز اړوند د ټولو تالارونو له مسؤلینو سره یو مهم اصلاحي مجلس ترسره شو.
دغه مجلس چې د یاد ریاست رئیس *مولوي محمد عالم (ناصح)* په مشرۍ ترسره شو، د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شو. ورپسې مولوي صیب ناصح د اسلامي نظام د ارزښت، د اسلامي امیر د اطاعت، د امربالمعروف د قانون، او د ټولنې د اصلاح اړوند مفصلې خبرې وکړې.
مولوي صیب ناصح د تالارونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې لاندې موارد په جدي ډول رعایت کړي:
- د جماعت د لمانځه لپاره نارینه او ښځینهوو ته بېل ځایونه برابرول؛
- د حجاب مراعت او له بدحجابي څخه ډډه کول؛
- د موسیقۍ له غږولو، ناروا اختلاط او له شریعت سره په ټکر کړنو څخه ځان ساتل؛
- د تالارونو چاپېریال د منکراتو څخه پاک ساتل؛
- د اميرالمؤمنين حفظه الله ۱۴۴۶/۹/۱۶ نېټې (۱۷) ګڼه فرمان مطابق چې (د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو، او همداراز د حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله) ده پوره عملي کول.
هغه څرګنده کړه چې دا فرمان د ملت د دین، عزت، او مادي خیر لپاره صادر شوی او ټول د تالارونو مسؤلین باید د یادو مواردو او لارښوونو په تطبیق کې بېغوري ونه کړي.
په پای کې، د تالارونو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د امربالمعروف ریاست سره به پوره همکاري کوي او له منکراتو څخه به د تالارونو چاپېریال پاک ساتي.
*د غزني ولايت د امربالمعروف ریاست مقام رسنیز دفتر*

❤️
👍
2