ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
June 21, 2025 at 06:07 AM
*د غزني ولایت د زنه خان ولسوالي محتسبینو د رحمانیې لېسې په انګړ کې د علم په ارزښت، د تقوا په اهمیت، د استادانو او شاګردانو ترمنځ د احترام، شفقت او ادب* په تړاو ناسته ترسره کړه. یاده ناسته کې محتسبینو د علم پر ارزښت ټینګار وکړ او ګډونوالو ته یې وویل چې علم د انسان د عزت، هدایت او پرمختګ اساس دی، او الله تعالی د علم خاوندانو ته لوړ مقام ورکړی دی. همداراز، د تقوا پر اهمیت خبرې وشوې، چې تقوا د زړه صفاوالی، له ګناهونو ډډه کول، او د الله(جل جلاله) له وېرې سره ژوند کول دي. محتسبینو د استادانو او شاګردانو ترمنځ د متقابل احترام، شفقت او ادب یادونه وکړه او ټـــینګار یې وکړ چې شاګردان باید خپل استادان د مور او پلار په څېر وګڼي او احترام یې وکړي، او استادان باید شاګردانو ته له مینې، زغم او توجه سره درس ورکړي. په پای کې د غونډې ګډونوالو له محتسبینو څخه د مننې تر څنګ د داډول غونډو پر دوام ټــــینګار وکړ. غونډه په دعاء سره پای ته ورسېده. *د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست رسنیز دفتر.*
❤️ 🫀 2

Comments