ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
June 21, 2025 at 06:20 AM
*د غزني ولایت د ګیرو ولسوالي محتسبینو د باغګي او شیرزاده د کلیو په مساجدو کې له سپینږیرو،قومي مخورو او ځوانانو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د ازالې په مقصد اصلاحي غونډې وکړې:* په یادو غونډو کې محتسبینو ګډونوالو ته وویل چې امربالمعروف او نهی عن المنکر زموږ او ستاسو ګډ مسؤلیت ده او سپینږيري او قومي مخور باید پوره هڅه وکړي چي له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په ازاله کي مرسته وکړي. همداراز د عالیقدر امیر المؤمنین د 16 / 7 / 1446د (17)ګڼه حکم چې د (خیښۍ،ودونو،مصیبتونو او همدارنګه له حج او عمري څخه د راستنیدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله)وو؛ ورته بیان شو او له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وشوه چي یاد حکم په خپلو کلیو کي عملي کړي او له مسؤلینو سره همکاري وکړي چي تر څو ناوړه دودونه او رواجونه په منطقه کې ختم شي.
❤️ 1

Comments