ریاست امربالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات ولایت غزنی
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 21, 2025 at 10:29 AM
                               
                            
                        
                            *د غزني ولایت د خوګیاڼو،  په ولسوالي کې له محلي تعلیمي صنفونو څخه نظارت وشو:*
محتسبینو له تعلیمي مراکزو څخه د نظارت په لړ کې استادانو او شاګردانو ته ارزښتناکې اصلاحي ویناوې وکړې؛چې مهم ټکي یې دا وو:
* استادانو ته وویل شول؛ چې زده کوونکو ته دیني ضروریات ورزده کړي او له بدعاتو یې وساتي.
* درسونو ته پوره پاملرنه.
* د سیرت او صورت په شریعت باندې برابرول.
* نجونو ته د حجاب په اهمیت، کیفیت او فرضیت تفصیلي خبرې وشوې.
* د استادانو احترام.
* د والدینو او مشرانو احترام او د هغوی د حقوقو رعایتول.
* ټولنیز اداب هم په مفصله توګه ورته بیان شول.
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        2