
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
June 18, 2025 at 05:11 PM
#وضاحت:
د ایران_وهودو جنګ کې مې د مدخلیانو په اړه څو نظرونه ورکړل. افغاني مدخلیانو شور جوړ کړ. وایي: ته اختلاف ته لمن وهې. دوی فکر کوي، په دې چیغو خلکو ته روښانه کړي، چې موږ پرښتې یو. مشرقي دواع..شو رېښه او تکفیر، د عربي نړۍ تکفیر او رېښې له هېچا پټې نه دي. حقيقت که ونه وایې، هم ځان څرګندوي، نو حساسیت مه ښيئ!
الحمدلله، الله تعالی ښه قلم راکړی، کتابونه مې ژباړلي، خو يو مې هم په فرعي اختلافاتو کې نه دی ژباړلی، کولی مې شوی لکه د مدخلیانو په ډول مې په مستعار نامه ژباړلی وی؛ خو نه، زه نه غواړم چې د یوه دعوتګر په توګه په اختلافي مسایلو د لومړیتوبونو وخت ضایع کړم.
مدخلي وابیانو: ښه مې په ياد دي، ١٣٩٤ کال ننګرهار اسحاقزي کتابونو مارکېټ ته ولاړم. د يو څو تحقيقي کتابونو پوښتنه مې وکړه، چې په فرعي مسایلو کې يې دفاعي بڼه لرله. کتاب پلورونکي راته وویل، دا میدان وردګ نه دي، دا ننګرهار دی، پام چې دې مسایلو کې ډېره پلټنه ونه کړې. ویل، هغه کونج ته ولاړ شه، څو عنوانه کوچنۍ رسالې شته.
ښا مدخلیانو! تاسو آن د احنافو يو څېړنيز کتاب نشوی زغملی، تاسو به امام العزیمه څنګه زغملی وی!
احقاق الحق به مو څنګه زغملی وی.
اوس هم له فېسبوک پرته سلفي ملګري لرم، خو افراطیان نه دي، تکفیریان نه دي، تکړه اسلامپال دي او سمه يې راسره پالي، که څه هم زه ديوبندي او دوی سلفیان دي.
نو دا فکر ونه کړئ، چې زه دې هم افراطي و اوسم او يا دې خدای مه کړه، داسې حنفي و اوسم، چې د بریلویت په جامه کې يې د حنفیت بېخ وویست.
ديوبندي یم، خو د دنيا هر کونج کې چې د مسلمان په نوم هر څوک وي، سره له ټولو اختلافاتو يې مسلمان ورور ګڼم او د اسلام د يوه لفظ له امله ورته عقیدوي ورور وایم.

👍
👏
4