امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 19, 2025 at 12:43 AM
                               
                            
                        
                            *من حسن الاسلام الاخلاص فی العمل*🌿🌷🌿
عمل کې اخلاص د اسلام له ښایست څخه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عمل کې د اخلاص مانا داده چې، هر عمل یوازې د الله د رضا لپاره وکړې، دا اصل نه یوازې د عبادتونو روح ده، بلکې د هر نېک کار ارزښت پکې نغښتی دی.
 *》اخلاص څه شی دی؟*
اخلاص دا دی چې یو انسان خپل هر عمل د الله تعالی د رضا لپاره وکړي، داسې چې هیڅ بل هدف پکې نه وي – نه د خلکو خوښي، نه شهرت، نه مال، نه ریاست، او نه هم نور دنیاوي ګټې. 
*رسول الله ﷺ ویلي:*
{اِنَّما الاَعمَالُ بِالنِّیَات، وَ اِنّمَا لِکُلِّ اِمرئ ما نَوَی} (راوه البخاري)
ژباړه: عملونه نیتونو پورې تړلي دي، هر انسان ته به د هغه د نیت مطابق بدله ورکړل شي.
*د اخلاص ارزښت او ګټې:*
۱: الله یوازې اخلاص لرونکي عملونه قبلوي.
۲: که څوک تا ونه ویني، ته بیا هم عمل ترسره کوې.
۳: د خلکو د ستاینې یا غندنې پروا نه لرې.
اخلاص پټ عبادت ته ارزښت ورکوي (تهجد، صدقه، دعا...).
له الله سره مینه او وېره د عمل اصلي محرک ده. 
*د اخلاص حاصلولو لارې:*
۱: نیت اصلاح کول.
۲: ریا ته پام کوه – کله چې د خلکو پام درته وي، نیت دې وازمایه.
۳: پټ عبادتونه زیات کړه – پټ عملونه د اخلاص ښه تمرین دی.
۴: د خلکو له تمې ځان وژغوره – اجر یوازې له الله وغواړه.
۵: د قیامت په ورځ د عملونو حساب ته فکر وکړه – یوازې اخلاص لرونکی عمل به قبول شي.
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        1